تاند- د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له لوري د ولسي جرګې د کاندیدانو له لیست څخه د ۳۵ تنو د نومونو د لېرې کېدو په اړه د تاند په یوه سروې کې، چې د فېسبوک له لارې یې کړې او نن پای ته ورسېده، تر نیمايي زیاتو برخه اخیستونکو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د پرېکړې ملاتړ کړی دی.

په دې سروې کې د دې دوو پوښتنو (ټول په ځای رد شوي او یا (اکثره ناحقه رد شوي) لپاره د «هو» یا «نه» غوښتنه شوې وه.

دې دوو پوښتنو ته ۸ زره ۴۰۰ تنو رایې ورکړي چې ۵۴ سلنې (ټول په ځای رد شوي) ته رایې ورکړي او په سلو کې ۴۶ ویلي چې اکثره ناحق رد شوي دي.

د نظرپوښتنې د دې غوښتنې په ځواب کې چې « د ولسي جرګې په ۳۵ رد شویو کاندیدانو کې کوم یو ناحقه رد شوی؟ نوم یې ولیکئ» ۱۶۰۰ تنو تبصرې کښلي چې لوی اکثریت یې د ضیا الحق امرخېل په حق کې د کمیسیون پرېکړه نامنصفانه بللې ده. خو د نورو کاندیدانو په اړه اکثرو تبصره کوونکو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پرېکړه په ځای بللې ده.

یو شمېر تبصره لیکونکو ویلي دي چې ځینې نور کسان هم باید له نهايي لیست څخه ایستل شوي وای.

د افغانانو اکثریت د انترنیټ اسانتیا نه لري خو بیا هم دا سروې په نسبي ډول د ټولنې د یوې برخې د نظرونو ښکارندويي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *