تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /یکشنبه/ د خپلواکۍ د ۹۹ کالیزې په مناسبت یوې غونډې ته د وینا په مهال، چې له تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېده، طالبانو ته په دې شرط درې میاشتنی اوربند اعلان کړ چې طالبان هم اوربند رعایت کړي.
د افغانستان ولسمشر د علماوو شورا او د سولې د عالي شورا له غوښتنو وروسته دا اعلان وکړ.
ښاغلي غني وویل، اوربند به په دې شرط چې طالبان یې هم درناوی وکړي د حضرت پیغمبر د میلاد تر ورځې (د ربیع الاول ۱۲) پورې دوام وکړي.
ده پر طالبانو ږغ وکړ چې د سولې خبرو ته کښېني.
«زه یو وار بیا سر له سبا (دوشنبه) د حضرت پیغمبر د میلاد تر ورځې په دې شرط اوربند اعلانوم چې طالبان هم اوربند وکړي.»
ښاغلي غني وویل چې له طالبانو سره د اوربند په لاره کې ټول خنډونه وروسته له دې لېرې شول چې له دیني عالمانو او سیاسي ګوندونو سره مشورې وشوې.
«موږ د سولې په وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي. د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې د ملت ارادې ته درناوی لري او وروستي بېساري اقدامات يې هم د علماو او د خلکو غوښتنو ته په احترام تر سره کړي دي.»
«موږ د طالبانو پر مشرتابه ږغ کوو چې د دایمي او حقیقي سولې لپاره د افغانانو هیلو ته مثبت ځواب ووايي او موږ له دوی په کلکه غواړو چې د اسلامي اصولو او ارزښتونو پر اساس د سولې خبرو ته تیار شي.»
ښاغلي غني چې په دارالامان ماڼۍ کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې د نمانځنې مراسمو کې: موږ باید په عمل کې د غازی امان الله خان قدر وکړو، د غازی امان الله خان د دورې له مثبتو او ناکامو تجربو څخه باید واضح درسونه واخلو او مهمترین درس چې باید ورڅخه واخلو دا دی چې د زمان په اهمیت او د وحدت په ارزښت او د اتفاق په اهمیت باندې پوه شو، تر څو په راتلونکي کې پښیمانه نشو. زه باور لرم چې د افغانستان اولس به په ۲۱مه پیړۍ کې سوله، امنیت او خوشالي ولري.
SALAMOALIKUM WATANWALLOW;
HONOR DOCTOR ASHRAF GHINI SHOW TO THE WORLD THAT
AFGHAN ISLAMIC REPUBLIC REAL WANT PEACE IN THE COUNTRY.
THIS IS THE MEAN AFGHAN GOVERNMENT HAS FREEDOM IN ANY DECISION&POLICY.
WE WILL SEE THE ISI SOLDOUT TALIBS?
THANK YOU