له غرونو، دښتو، کلیو او بانډو د پاچا په سرپسې راوتي وو، غوږونه یې بل چا ډک کړي وو!
هغه پاچا، چې د دوی پښو ته د غلامۍ د لویدلو فولادي زولنو زنګ قلفونه یې په یوه چیغه مات کړل!
دا همغه پاچا و چې د دوی لپاره یې د روڼ سهار خوبونه لیدل،
همغه پاچا چې دوی خطبه کې د اسلام غازي باله!
هو: نور نو پاچا باید له زړونو لویدلی وای، دلته زړونه تور شوي وو!
یو ګام پاتې دی نور یې قرن پوره شو!
خو د پاچا له وتلو وروسته دوی بیا ښه ورځ ونه لیده!
پاچا وطن ته ستون شو خو نوره یې د تل لپاره غږ خپ او تیره توره یې له لاسه لویدلې وه.
بس یو خاموشه جسد د وطن په غیږ کې خوندي شو.
پاچا د ولس خیر غوښتونکی وو، زړه یې مهربان او له درد ډک وو، هیڅکله یې موږ ته ښیرا نه ده کړې خو د پاچا پاک نیت به موږ وهلي یو؟!
هو: نږدې یو قرن وروسته بیا هم دا ملت د خپل پاچا په څیر قرباني کیږي، ددې وطن د ورانولو او خلکو د وژلو لپاره اوس هم کافر مفتي خپل کار کوي.
خپلواکي د هغو مبارک چې خپل اتلان په رښتیني مانا پيژني.