سرچینه: globalnews
شيطاني معبد يا سټانيک ټيمپل د خدای نه مننونکو مذهبي فعالينو يوه نړيواله ټولنه ده چې د مذهبي ازادۍ لپاره مبارزه کوي.
د اګسټ پر اوولسمه د امريکا د ارکنساس ايالت کې د شيطاني معبد لخوا د وزې له يوې مجسمې پرده پورته سوه
د وزې دا مجسمه چې له برونزو جوړه وه او د بافومټ نوم ورکول سوی و؛ د ارکنساس ايالت په هغه سيمه کي د اعتراض کوونکو لخوا خلکو ته وښودل سوه چې د *لس الهي احکام* څلی موقعيت لري.
د لس الهي احکامو دا څلی د دولت په پيسو درول سوی و.
اعتراض کوونکو ادعا کوله چې که چيري د لس الهي احکامو څلی ته اجازه ورکول کيږي چې د دولت په مالي مرسته په عام محضر کې نصب سي بايد د دوی د وزې مجسمې ته هم اجازه ورکول سي چې هلته ځای پر ځای سي.
لس الهي احکام په تورات او انجيل کي د الله ج امرونه دي چې د عیسويت سمبول ګڼل کيږي.
د شيطاني معبد بنسټ ايښودونکې لوشين ګريويس پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلې دی؛ موږ هيڅ علاقه نه لرو چې خپل عقايد او سمبولونه پر خلکو وتپو لکه څنګه چې نه غواړو نور خلک د هغوی عقايد پر موږ وتپي
د شيطاني معبد دريځ دا دی چې بايد د قانون تر چتر لاندی د بيان او مذهب ازادۍ او ټولنيزي برابرې ته درنښت وسي
د اعتراض کوونکو يوې غړي په مرکه کي وويل دا ډېره ښه خبره ده چې دغه په زړه پوري مجسمه اوس دلته ده او نړۍ ته ښودل کيږي.
د يو مسلمان په توګه چې مې کله دغه خبر ولوست د قرآن کريم هغه مبارک آيات ته مې فکر سو چې د مدينې منورې د يهودو او منافقينو په اړه نازل سوی وو. هغه وخت منافقينو له يهودو سره د مرستي ژمنه کړې وه خو پر ژمنه يې وفا و نه کړه
الله ج د سورة الحشر په شپاړسم آيات کي وايي
وروسته له بسم الله
كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنْسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ
[د يهودو منافقو ملګرو هغوی ته دوکه ورکړه]
لکه شيطان چې کله انسان ته ووايي چې کافر سه
او کله چې [انسان] کافر سي
بيا [شيطان د قيامت په ورځ]
ورته ووايي زه ستا څخه بېزاره يم زه وېرېږم د الله ج څخه چې د عالمونو رب دی.
که څه هم شيطاني معبد د اسلامي عقايدو احکامو سره ښکاره په ټکر کي دی خو دا چې د مذهبي ازادۍ لپاره مبارزه کوي لوېديځ مېشتو مسلمانانو ته يي زيان نه رسيږي.
ځکه که دلته مذهبي ازادي ختمه سي مسجدونه او اسلامي مرکزونه به وتړل سي.