محمد عارف رسولي
د دې مقالې د منځپانګه او موخه د ملتونو په پرمختګ او د استقلال په بشپړېدو کې د دولت د رول او اهمیت ارزونه ده. د مسئلې د سم تشریح لپاره یو څو پوښتنې کوو او د ځوابونو هڅه کوو. لکه ولې ځینې ملتونه خوار، وروسته پاتې، تر ښکېلاک لاندې او نورو ته احتیاج دي؟ ولې نور بیا ستر واک او ځواک، قوي اقتصاد، بریالی تعلیمي نظام، بشپړه او تلپاتې خپلواکي لري؟ د قوي او مشروع دولت په رامنځته کې کېدو کې کومې ښکارندې مهم رول لري؟ ایا یوازې جنګیالیتوب یو ملت پوره خپلواک کولای شي؟ ایا بې له مشروع دولت څخه یو ملت خپلواکي، سوکالي او پرمختګ ساتلی شي؟
قوي او مشروع دولت ته اړتیا
ټول نړیوال کارپوهان په یوه خوله دي چې د پورته سوالونو ځواب یو دی او هغه داچې هغه ملتونه چې د مشروع قوي او ملي دولت د جوړولو په هنر پوهیېږي د واک او ځواک خاوندان او په رښتیا خپلواک دي.
ځکه ملت بې د دولت او حکومت له تشکیل څخه پاشل کېږي، د قانون د حاکمیت تشه رامنځته کېږي او داتشه زورواکان، مفسدین او ځان غوښتونکي ډکوي. ملي سیاسي او اقتصادي پرانیستي بنسټونه نه رامنځته کېږي او شته شړیږي.
پوهان وایي: د خپلواکۍ ګټلو لپار سرښندنې، د ساتلو لپاره یې قلم او کتاب په کار وي خو د یوه هېواد د خپلواکۍ د کچې ټاکل د هغو له کلتور له مخې کېږي. په دې معنی که یو ملت د خپلواکۍ د ګټلو لپاره هرڅومره سرښندنې وکړي خو چې علم، پوهه، ښه اقتصاد، ښه حکومتولي او د قانون حاکمیت او نور و نه لري خپله خپلواکي نه شي ساتلی، کلتور یې وده نشي کولای او خپلواکي یې بیا له خطر سره مخ کېږي. د دې ښکارندو د تکمیل لپاره مشروع او قوي دولت اړین دی او یو یې هم بې له مشروع دولت څخه نه شي ترلاسه کېدای.
مثبت بدلون او قوي مشروع دولت جوړول قانونمنده پروسه
بيا هم له ابن خلدون څخه رانيولي تر اګوست کونت، نور کارپوهان او د تاریخ فلسفه ټول راښيي چې:
- د مثبتو بدلونونو لړۍ پیلول، د قوي ملي نظام جوړول، پرمختګ کول او خپلواک پاته کېدل تصادفي نه بلکه په ټولو ملتونو کې د يو لړ قانونمندو لاملونو، ښکارندو، او کړنو تابع وي.
- که کوم ملت هغه شرايط په ځان کې پيدا کړل هوسا، خپلواک او پرمختللی به وي او که نه نو بېوزله، نورو ته احتياج او په پای کې به ذليل او غلام کېږي.
- نو اړتيا ده په هغو لاملونو ، ښکارندو او کړنو ځان خبر کړو او ورڅخه ګټه واخلو تر څو هوسا، خپلواک او باعزته پاته شو.
د مشروع قوي دولت په جوړولو کې د دین او وطندوستۍ د دوو محورونو بنسټیز رول. علامه ابن خلدون په خپل مشهور اثر مقدمه کې وایي: د ځواکمن او مشروع دولت جوړولو، تلپاتې هوساینې او بشپړې سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ لپاره یو ملت باید به دوو لاندې مهمو محورونو تکیه وکړي:
- دین او
- عصبیت یا د ګډې انګیزې رامنځته کوونکی فکر، چې نن پوهان ورته (وطندوستي) وایي، محورونو باندې تکیه وکړي.
دا دواړه محوره ځکه مهم او یو د بل لازم او ملزوم دي چې دواړو ته د ټولنې ټول او یا زیات شمېر خلک د خپل فطرت له مخې ورسره تړاو لري او هر یو د ټولنیز تړون ستر لاملونه دي. خو داسې باید وکارول شي چې یو بل تخریب نه بلکه تقویه کړي. دا مرسته کوي چې ملت او دولت یې دیني او ملي شعایر دواړه یو ځای په سم ترکیب سره بې له افراط او تفریط څخه وکاروي. ټولو ځواکمنو ملتونو او دولتونو یې دا محورونه په سم ترکیب کارولي نوځکه تلپاتې سیاسي، مشروع او ځواکمن نظامونه یې جوړ کړی، استقلال یې بشپړ او تلپاتې شوي دي.
داسې کوم ملک نشته چې بېله دې ښکارندو دې پوره واک او ځواک او بشپړه خپلواکي ولري. خو کله چې کوم ملت دا دواړه او یا یو یې هیر کړي دي، مات شوي، ناکام دولتونه لري، که هرڅومره جنګیالی ملت وي او ډېرې سرښندنې وکړي خپلواکي یې نیمګړې، نظام یې کمزوری، نورو ته احتیاج او وروسته پاته خلک لري. افغانستان، سومالیا او نېپال د دې ښه مثالونه دي، جنګیالي خلک لري، ډېر کم یا هیڅ نه دي مستعمره شوي، زیاتې سرښندنې یې کړې، خو دا دوه محوره یې په ښه ترکیب نه دي کارولي، نو ماتېدونکی حالت او نظامونه لري. موږ افغانانو کله دین ته شا کړې، کله مو پکې افراط کړی او وطندوستي خو مو په اجندا کې بیخي نشته.
ګورو ترکان اوس دا دواړه محوره چې دین او عصبیت ( د ترکانو په منځ کې د ګډې انګېزې رامنځته کول) دواړه د خپل ملک او دولت په ګټه سم کاروي. همدارنګه، امریکایان، جرمنان، انګریزان، روسان، فرانسویان دا کار په زیات مهارت کوي.
د پرانیستو قوي سیاسي او اقتصادي بنسټونو (نهادونو) رول د واک او ځواک لرونکي دولت په رامنځته کېدو کې. د قوي دولتونو د جوړښت لپاره بخوا نور معیارونه لکه کلتور، اقلیم، طبیعي منابع او نور مهم بلل کېدل خو د سیاست او اقتصاد دوو وتلو څیړونکو او د هاروارډ او ماساچوسیټ پوهنتونونو استادانو هریوه آسموغلو او رابنسن د دیارلسو کلونو علمي څيړنو په اوږدو کې هغه زړې فرضیې غلطې ثابتې کړې. دوی و موندل چې، د قوي او مشروع دولت په جوړښت کې د پرانیستو او قوي ملي بنسټونو/نهادونو یا ، ((Institutions رول پرېکنده او ټاکونکی دی. د څیړنو په پای کې دوی ملتونه ولې ماتېږي په نامه کتاب ولیکه. دوی وموندل د واک او ځواک بنسټیز لاملونه د همدې نهادونو پرانیستی توب او قوت دي. دوي ښوولي که په یوه ملت کې سیاسي او اقتصادي بنسټونه شړیدلي او کمزوري وي دولت یې ناکام او ماتېدونکی وي، خپلواکي یې تل تر سوال لاندې او ناتکمیله وي او نورو ته محتاج وي. همدارنګه، دوی د بنسټونو د پرانیستیتوب اړتیا ته هم ګوته نیسي او وایي که نهادونه لکه قوانین او مقررات زبېښونکي وي نو په ملت کې د پانګونې، نوښت او پرمختګ خوځښت نه وي او له فقر او بحرانونو سره مخ کېږي.
بنسټ (نهاد)
- بنسټ (نهاد) یا(Institution) له رولونو، پالیسیو، قوانینو، رواجونو، ارزښتونو او کړنو څخه عبارت دي چې ټاکي څنګه ټولنې فعالیت وکړي.
- بنسټونه رسمي جوړښتونه دي کوم چې ټاکي سیاست څنګه کار کوي. معمول مثالونه یې اساسي قوانین، حقوقي سیستمونه، د قانون جوړولو ارګانونه، سیاسي ګوندونه، او نور دي. هر منل شوی قانون، رواج، او نور بنسټ یا نهاد دی. هر آشنا او له پخوا منل شوی شخصیت (میرویس نیکه، احمد شاه بابا)، شی، یا فعالیت، هم په بنسټ بدل شوی وي.
- د بنسټ ریښتیانۍ معنی د یوه پوهنتون له تاسیساتو، پکې کارکوونکو خلکو، یا ستر دیني مرکزه، خورا ژوره ده.
- اصلي معنی یې په هغو ارزښتونو او رویښ کې نغښتې ده چې په دې بنسټونو کې راټوکیدلي او زموږ عادت کنټرولوي
په نظام کې د بدلون صلاحیت او میکانزم ته اړتیا ده. د ټولنیز او سیاسي بدلون په هکله ابن خلدون چې د اجتماعي علومو او د تاریخ د فلفسې پلار بلل کېږي، وایي: ټولنیز او سیاسي مثبت بدلونونه تصادفي نه بلکه د قانونمندو ښکارندو تابع دي. د پښتو مشهور متل دی: چې کرې هغه به رېبې، کوم کس، ټولنه او ملت یوازې او یوازې د خپلو ګټورو هڅو او علمي کړنو میوه تر لاسه کولای شي.
تاریخ پوهان او څیړونکي وایي یو دولت هغه وخت دوام کولای شي چې په ځان کې د بدلون راوړلو صلاحیت او میکانیزم ولري او که داسې نه وي په کراره کراره له کاره لوېږي او له منځه ځي. تاریخ شاهد دی چې سترو امپراطوریو زیات وختونه تر دریو نسلونو پورې خپل اغیزمنتوب ساتلي او بیا ورستې، له کاره لوېدلې او له سقوط سره مخ شوې او د احمد شاه بابا د ستره امپراتوري چې تر تیمورشاه او شاه زمان وروسته د مختلفو لاملونو له کبله له زوال سره مخ شوه. همدارنګه، په ایران کې د قاجار او صفویانو امپراتورۍ، په هند کې د لودیانو، سوري کورنۍ او د مغولو د امپراطوريو زوال یې ښه مثالونه دي، د دوی د سقوط لاملونه به یو څه توپیر سره لري خو مهم علت یې دادی پخوانیو امپراتوریو او دولتونو په خآن کې د بدلون او نوښت میکانیزم نه درلود. همدارنګه، کله چې اسلامي خلافت په ملوکیت واوښت او د امویانو، عباسیانو او عثماني ترکانو د امپراتوریو هم همدا حال شو.
نو ټولټاکنې، په قانون کې تغیر، د خلکو مشارکت او نور میکانیزمونه یې رامنځته کړل. ګورو په امریکا کې د همدې اړتیا له مخې چې کله خلک له دولت او پالیسیو څخه ستړي شي نو په ټاکنو کې داسې کس ته رایه ورکوي چې بدلون غواړي، لکه د جورج بوش په دور کې چې امریکایان د هغه له تندروه او یرغلیزو پالیسیو ستړي شوي وو، نو تورپوستي اوباما ته چې نړۍ لید او شعار یې د قانون حاکمیت او نورې نړۍ سره همغږي وو رایه ورکړه. همدارنګه، د اوباما له اته کلنې دورې وروسته یې یوه تاجر ته رایه او قدرت ورکړل.
بدلون په دیني متونو کې. بدلون ته اړتیا په دیني متونو کې مهم خای لري. الله تعالی په قراڼ پاک کې فرمایي: په تحقیق سره د هغو قومونو او ملتونو په حالت کې بدلون نه راولي چې هغوی پخپلو نفسونو او اعمالو کې بدلون نه راولي. یو مسلمان عالم وایي: متحجرین نویو مسلو ته په زړو عینکو ګوري، جاهلان هر نوی څیز پرمختګ بولي او یوازې کم هوښیار کسان یې د عقل او پوهې په تله ارزوي، مثبت ټکي ورنه اخلي او منفي یې ردوي.
د لومړۍ برخې پای
د یوه پوره خپلواک او هوسا افغانستان په هیله