ملګرو!! سهار وختي کلي ته لاړ شم، هلته طالب ته ووايم:
طالب ګله! کېږده داټوپک په وژلو څه نه جوړېږي ځان کانديد کړه، له همدې لاري خپلې مبارزې ته دوام ورکړه ، او يا موږ ته اجازه راکړه تر څو ځان کانديد او د مظلوم غږ پورته کړو، طالب په مخابره کې غږ کړي اورې! ، اورې! ….
زه جومات ته لاړ شم هلته مْلاصېب په محراب کې ناست وي بې سلامه په خبرو شروع شم:
ملاصېب!! هيله کوم، په سپېکر کې دي مقتديانوته ووايه چې اې کليوالو!! راشئ په ګډه تذکرې واخلو، او په راتلونکې انتخاباتو کې ګډون وکړو ځکه الله تعالى د مسلمانانو په يووالي او کاميابۍ خوشحالېږي.
ملاصېب په واسکټ کې ټومبلى سور دسمال ور کښ او په پوزه سوغ، پوغ جوړ کړي وروسته ووايې:
زه به بيا په دې اړه کتاب وګورم ته اوس لاړ شه يو ښه د شيدو چاى له حلوا سره راوړه.
له جوماته د ملک اګا کور ته ورشم د ملک زړه مور په برنډه کې ناسته د نسوارو پلاستيکي دبلى يې په لاس کې او په پوزه نسوار کښوي ورغږ کړم:
انا!! تذکره لرې !؟ انتخابات نږدې دي!
بې له دې چي راوګوري راغبرګه يې کړي: – زويه زه بيا ستا د ملنډو شوم، مورته دې تذکره واخله!
ملک اګا ته ورشم هلته په کوټه کې تور چايجوش چپه او پيالې ماتې وي د ملک له خولې لاړي بادېږي او په قهر چيغي وهي: نه مې وو درته ويلي، چي د سهار له چاى سره سړه ډوډۍ نه خورم! دوهمه ښځه يې په ژړا ووايي: بوټي لانده وٶ ! ملک اګا ماته مخ راواړوي ورشه زما چلم راوړه! زه چلم راوړم او ملک ته د تذکرې د اخيستلو او انتخاباتو ووايم ملک اګا په خوشکه جواب راکړي دا دي له چا زده کړي؟ پرېږده دا د راډيوګانو بېځايه خبري!
ملک له چلم او ټوخى سره پرېږدم او زه د باغ له لارې ووځم د باغ له دروازې سره د ملک لوڼو لستوڼي ټومبلې او دغوا له خوشايو څاپکې جوړوي هغوى ته ووايم: تذکرې واخلئ، په ټاکنو کې ګډون وکړئ ما اويا کوم بل ورور ته رايه ورکړئ او د وطن په ابادۍ کې برخه واخلئ تر څو به د غوا تر لکۍ ښکته پورته کېږئ؟
نجلۍ په خندا راته ووايي: لکه چې أجل دي راغلى!؟
له هغه ځايه فصله ته ور ووځم هرو پينځو مېږو ته د کور يو مشر او دوه ماشومان ولاړ وي اخ !پښتونه ! د يوه شېرچاى لپاره دي ټول عمر د غوا او مېږو په خدمت کې تېر کړ راشئ په انتخاباتو کې ګډون وکړئ، د خپل حق غوښتنه وکړئ، خپل مشر وټاکئ له همدې لارې د مظلوم غږ پورته کړئ راشئ……
ملګري مي وښورولم وروره! پورته شه په خوب کې ډېر نا ارامه يې د انتخاباتو نارې وهې موږ دي له خوبه ايستلي يٶ سم ويده شه!