چې د کلونو کلونو د غمونو ،دردونو او ارمانونو نه پس  خدای بنده ته خوشالي ورکړي .یوه زیری او نیکمرغي ورکړي نو اول د خپل رب شکر ادا کوي .لکه د محمد نبي د فتحې په میدان کې سر په سجده کیږي.

بیا راپاسیږي او خپلو ملګرو او وطنوالو ته ورپه غاړه  کیږي. بیا ملي بیرغ اخلي او د ټول هیواد او هیوادولو سره یوه منډه وهي او د شمشاد او پامیر نه راتاویږي.

هغې  نه پس سره د ملګرو اټن کوي. ښه چې ستړی  او په محبتونو موړ شي نو بیا لاړ شي .کلیمه ووايي  او خواږه خوب اوده شي  او د  روښانه سباون دنیا ته لاړ شي.

 

نه دا وايي چې ولې راته چا زنګ ونه ووهه ؟ولې راسره چا اتڼ کې د زلفو څنډ ونه وهه؟ او ولې راسره هرچا په مخ د مینې رنګ ونه وهه. ځکه چې هغه دا ورځ د خدایه د ګیلو او ښیرو دپاره نه بلکې د ارمانونو د پوره کیدو دپاره غوښتې وه.

نبي  خپل ملک د نړۍ بام ته ورساوه . د کرکټ نړیوال جام ته ورسوه. همدا ېې مبارکي ده همدا ېې انعام دی. هغه مینه چې خلکو ورکړې هغه ېې د سرتاج او د زړونو راج دی.هغه ته يي بابا ویلي دي چې د اختر په ورځ خلک ګیلې نه کوي او د خوشالۍ په ورځ ښېرې نه کوي .

 

دا دولت ، دا عظمت او فضلیت نه ورته چا به واسطه ورکړی ،نه  په رشته ،بلکې د خپلو مټو په زور او ملګرو په شور ېې ګټلی دی.

 

نو بیا ولې د چا منت بار شي. ولې د کوم انعام خواستګار او ورته په قطار شي. نبي د هر افغان د زړه سر دی. څوک چې افغان نه دی نو  هغه نه نبي  پیزني او نه ېې نبي پیزني . نبي  او د هغه مینه وال وطنوال خوشاله دي.

د کندوز نه کندهار او کابل نه ننګرهاره پورې جشنونه دي. هر یو چې په دې خوشالۍ کې شامل دی .هم هغه ېې ورور او مل دی .چې د خوشالیو نه ورک او پټ دی هغه خپله منافق او غل دی. نو نبي د دغو ورک سپکو د انعامونو  طلب ګار نه دی. د سیاست انعام ېې پکار نه دی. هغه د خلوص لوبه کړې ګټلې او پاللې ده . کوم قاچاقبر، خیټور او منکر د لاس انعام نه غواړي.

 

نبي سره موږ خوشاله یو. خپله خوشالي  سیالي کوو. د چا د مبارکو ، تمغو او د درغو د وعدو وږي نه يو .  که د کلي خان مې د زوی مبارکی ته نه راځي نو د چا څه خیال دی چې  موږ به بچي ته نوم هم نه ږدو.

د خوښۍ  میلمستیا به نه کوو. کوو به ېې سل وارې به ېې کوو. موږ د مصلحتونو یاري نه کوو .خپله خواري کوو او د سرونو جواري کوو.  د محبت او خدمت بدل  نه غواړو. د کم اصلو نه ېې خو بیخي نه غواړو. سوچه مینه او سوچه وینه لرو. په جعلي کاغذونو ېې نه ورکوو.

 

هغه چې مینه کوي هغه معلوم دي.هغه چې د شارجې په ګرمو ورځو کې خپلو اتلانو ته ناست وي. چې محبت په ځای هسې سیاست کوي .هغو بیا د عکسونو دپاره حاضریږي. تورې د سمیع الله وهي مړی دې عبدالله

 

موږ خو هغه مبارکي منو چې د خولې د سره نه د زړه د تله وي، ژبه ېې که هریوه وي خو چې خوله ېې خپله وي.

 

هریو چې مبارکۍ ته راغلو ځان مو دی، د افغانستان مو دی او خپلوان دی.  که ژبه هره یوه وايي خو د محبت ترجمان مودی. چې نه راځې .نو خپل کار به کوي. خو ګیله او ښیرې نه کوو. ګیله خو د خپلو کیږي او ښیرې  کمزوري  کوي.نو چې کوم مو خپل دي هغه خو راسره اټن کې شامل  دي چې نه دي ،نو نه  ښه دي ،  او نه کمزوري يو چې  ښیرې به  کوو.خپله ېې ګټوو او خپله به ېې کیسې کوو.

 

یاري د زور خبره نه ده ::::: که دي زړه نه وي زه دي نه مجبورومه

 

3 thoughts on “یاري د زور خبره نه ده/ مطیع الله عابد”
  1. هو همداسی ده گیلی دخپلو. کیزی لکه زاخیلوال فاروق وردگ او خپله دکرزی نه چی کوم وزیر وانه لیزه شارجی دلوبغارو تشویق لپاره. اونور نقدی جایزی ورته اعلان نه شوی دمخکی په چیر

  2. قانع صیب دا خبره دی درسته ده ګیله له خپلو کیږی نو دا کرزی، فاروق وردګ، ذاخیلوال، ګل آغا شیرزی او نور نور خپل نه دی؟ مونږ دا نه وایو چی ولی فوټبال والو ته یی انعامونه ورکړل ډیر له حده اضافه یی ونازول، هغه چی د اسیا په کچه لوبه وه له کرزیه بیا تر دی ټولو خپل بوټ پاکی او کاسه لیسی یی وکړل نو ددوی دا بریا چی دوی نړیوال جام ته راویستی دی دوی خو دی هم باید نازول شوی وای ولی ونه شول؟له عطا محمد څخه ګله ځکه پکار نه ده چی هغه دغه پیرزوینه یی ددی لپاره وکړه چی وګورئ خپل قام او ټبر ته څنګه خدمت کوم خو بیا پښتون بیچاره د فوټبال په بریا هم خولی تویی کړی او خپل افغان وروڼه یی وبلل هی افسوس چی دغه یوه لوبه پاتی وه او دا هم د غوړمارانو او بوټپاکانو د لاس او سیاست آله شوه. کرزی صیب د هغه ټووووووووووووووولو مصروفیتونو سره سره ځان ته په ارګ کی خاص تلویزیون ایښی وو تر څو د افغانانو بریا تماشه کړی خو د کرکټ په بریا کی یی هسی یو غږ هم ونه کړه بیا تاسی ووایی چی دوی بوټ پاکان او غوړمالان دی او که نه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *