تاند- د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان د کابل نننۍ (د لوی اختر لومړۍ ورځ) بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې په داسې مذهبي مناسبت دا ډول ناوړه بریدونه د ناکامو ذهنیتونو ښکارندويي کوي.
د پاکستان صدراعظم په خپل بیان کې د کابل بریدونه وحشیانه بللي او ویلي یې دي چې د امن دښمنانو په دې کار غوښتل چې د اختر خوشالي خلکو ته په غم بدله کړي او دا د غندنې وړ عمل دی.
کله چې عمران خان د پاکستان د صدراعظم په توګه لوړه کړې، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې په زغرده تروریزم غندي.
عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر یې ویلي چې له افغانستان سره د اختلافاتو د حل کولو غوښتونکي دي او د افغانستان او پاکستان ستونزې له یو بل سره تړلي دي.
سره له دې چې عمران خان ته د پاکستان د پوځ د خوښې وړ صدراعظم په سترګه کتل کېږي خو ځینې کتونکي فکر کوي چې ممکن اوس چې پوځ او ملکي حکومت یولاس شوي، د افغانستان په اړه د دوی خبره یوه وي.
د کابل د حملو مسوولیت داعش په غاړه واخیست چې د افغان استخباراتي چارواکو په وینا ریښه یې په پاکستان کې ده.