تاند- وروسته له دې چې امریکا او افغانستان د افغانستان په اړه د مسکو په کنفرانس کې د نه ګډون کولو اعلان وکړ، روسیې نن /چهارشنبه/ وویل چې د دوی په پرېکړه خواشینی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې د افغانستان د سولې په اړه د راتلونکې میاشتې کنفرانس ته د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول ۱۲ هیوادونه او دغه راز د وسله والو طالبانو ډله وربللې وه.
خو د امریکا حکومت نن /چهارشنبه/ وویل چې د مسکو کنفرانس ته به خپل استازی ونه لېږي.
امریکايي چارواکي وايي چې روسیه د افغانستان په جګړه کې د طالبانو ملاتړ کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم نن وویل چې د افغانستان حکومت د مسکو په کنفرانس کې ګډون نه کوي.
د باندنیو چارو وزارت وايي چې دا پرېکړه له ولسمشر او نورو جګپوړو چارواکو سره تر سلامشورې وروسته وشوه.
د مسکو په غونډه کې د امریکا او په ځانګړي ډول د افغانستان نه ګډون دې کنفرانس ته اړتیا پای ته رسوي او ښايي مسکو هم د کنفرانس له دایرولو تېر شي.