تاند- وروسته له دې چې د غزني ځینو اوسېدونکو وېره ښکاره کړه چې طالبان به بیا پر دغه ښار وبلوسي، د غزني امنیه قوماندان خلکو ته ډاډ ورکړ.
د غزني امنیه قوماندانۍ نن /پنجشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دښمن هڅه کوي چې د غزني ښاریانو ته اندېښنه پیدا کړي چې ګواکي پر ښار یې بیا برید کېږي خو دا ډول اوازې یوازې تبلیغاتي جنګ دی.
په یو شمېر راپورونو کې د دولتي مامورینو او عامو خلکو له قوله ویل شوي وو چې که د غزني ښار امنیتي کمربند جوړ نه شي د تېر ځل په شان به بیا پر دې ښار یرغل وشي.
د غزني ځینې اوسېدونکي وايي چې له مرکز سره د ډېرو ولسوالیو لارې بندې دي او یو شمېر ولسوالۍ د سقوط په درشل کې دي.
خو امنیه قومانداني په خپله خبرپاڼه کې وايي«د غزني امنیه قومانداني د غزني ولس ته اطمینان ورکوي چي هیڅ نوع ستونزه نشته تر هغه چي ستاسو امنیتي سرتیري ویښ وي تاسو ارام وکړئ. دښمن تیر ځل داسې ماتي خوړلې چې بیا به د غزني برید ته زړه ښه نکړي. »
پر غزني ښار د افغان او بهرنیو طالبانو په وروستۍ حمله کې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ملکیان، امنیتي ځواکونه او وسله وال سختدریځي ووژل شول او ښار ته د ملیاردونو افغانیو تاوان واوښت.
له بلې خوا د افغانستان حکومت غواړي چې د غزني په حمله کې د پاکستان د آی ایس آی د رول په اړه شواهد دغه هیواد ته وړاندې کړي. تفصیل