د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویه ماریه زخاروفوا

تاند- روسیه وايي، لا هم د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په کنفرانس کې د ګډون لپاره د افغانستان ځواب ته انتظار باسي.

روسیې د امریکا په شمول ۱۲ هیوادونه او دغه راز وسله وال طالبان دې کنفرانس ته بللي دي خو امریکا روانه اوونۍ وویل چې د مسکو په کنفرانس کې ګډون نه کوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان به د مسکو غونډې ته خپل استازي ونه لېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان به د دې پر ځای چې د یوه بل هیواد له لارې له طالبانو سره د خبرو هڅه وکړي، په خپله به له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.

خو له دې سره سره د روسیې د باندنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفووا د پنجشنبې په ورځ /اګست ۲۳/ وویل، مسکو لا هم د افغانستان په اړه د کنفرانس د ګډونوالو د لیست په نهايي کولو کار کوي او د کابل رسمي ځواب یې لا نه دی ترلاسه کړی.

2 thoughts on “روسیې یو وار بیا وویل چې د مسکو په غونډه کې د افغانستان د ګډون ځواب ته انتاظر ده”
  1. دا ضروری نه ده چه د آمریکا او افغانستان ګټی په هروخت او مکان کی د تقاطع نقطی ولری . د افغانستان ددولت رهبری دا اصل باید عملآ ومنی او په خپل سیاست کی مراعات کړی .ددی یو ژوندی مثال اوزمینی واقعیت په روسیه کی د صلحی غونډه ده چه روسیی افغانستان ته د صلحی په ناسته کی چه ۱۱ نور ملکونه نور هم را بلل شوی دعوت ورکړی ، طالبانو هم دا دعوت منلی ، خو آمریکا نه غواړی چه دلته منطقوی حرکت د صلحی په را وستلوکی ابتکار په خپل لاس کی واخلی . نو چه آمریکا د روسیی سره په منطقوی او جهانی سیالی کی لګیا ده د افغانستان یی په څه ؟ افغانستان ته تر هرڅه حتی د امریکی ترانډیولی نه هم صلح ورته باید ډیر ارجحیت ولری ، ځکه د افغانستان د ملت دغه ټاپ ترجیح ده او حکومت باید د ملت د غوښتنو نمایندګی وکړی .
    واقعیت دادی چه افغانستان اصلی قربانی د جنګ دی چه باید په هرځای کی د سیاسی حل بحث وی باید خپل با صلاحیته نماینده ورولیږی او هلته خپلی طرحی او نظریات مطرح کړی .
    بل مثال د افغانستان او آمریکا د گټـود تقابل د چابهار د بندر نه دا فغانستان استفاده ده چه ضرورت لری چه د تجارت د پاره ددغه بندر د لاری خپل مالونه وارد او صادر کړی او په آینده کی بحر ته نژدی لار ولری ، خو آمریکا نه غواړی ددغه مهم فرصت څخه افغنستان کار واخلی . ځکه په دی کی دایران هم ګټه ده او همدا رنګه د آسیای میانه ، خلیج او هندوستان . که دا کار ونشی افغانستان بیرته د کراچی بندرته اړوزی .
    خلاصه زموږ پیشنهاد دادی چه په داسی مواردو کی باید د افغانستان ددولت رهبری او د خارجه سیاست مسؤله کړی ، خپل ستراتژیک پارټنر آمریکا ته په پوره ملی مسؤلیت او جرآت ووایی ، او داسی دریځ اختیار کړی چه د پارټنرشیپ معنی باید دا نه وی چه په هرځای او هر وخت کی دی زما او ستا د دولتونو ګټی حتمآ تلاقی ولری .

    د افغانستان او د امریکی د ددولتونو اقتصادی ، سیاسی ، اجتماعی ، کلتوری او جغرافیوی نهایت متفاوت او غیر قابل مقایسه وضعیت او همدارنګه د ددی دو دولتونو او ملتونو غیر قابل مقایسه لیدلوری هم دغه دریځ منطقی ، علمی او پر ځای ثابتوی .

  2. که دافغانستان حکومت خپل استازی دمعصوم ستانکزیی په مشری مسکوته ولیږی ښه پایله به ځکه ولری چی درقیب لوری استازی یی هم شیر محمد عباس ستانکزیی ده چی دواړه دکاکا ځامن دیوی منطقی او دواړه همصنفیان هم ده یو یی ددولت له لوری دلوی چوکی مشری لری او بل یی دطالبانو له لوری دواړه صمیمی ملګری دهندوستان له فا کولتی یو ځای فارغ ملګری دی او په کورو کی دواړو ته واړه ماشومان شا اغا نوم اخلی ۰ نو ځکه دصلحی فه دریچه کی به ښه مثبتی پایلی ولری او کیدایشی ددی مجلس بیا په مسکو کی په دومره اساسو شرایطو کی جوړیدل چی دکابل ددولت پکی پټ لاس نه وی غیر ممکن خبره به وی خو سیاست داده چی امریکا یان او دکابل دولت ولی ځان باسی ددی خبری ځواب به باخبر کسانو سره وی او یا ډیر په سیاست پوه۰۰۰۰۰۰۰؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *