تاند- غزني ښار ته نژدې تېره شپه د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ تازه نښتې وشوې چې له کبله یې یو شمېر کلیوال مجبوره شول خپلې مېنې پرېږدي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، افغان چارواکو نن /جمعه/ د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته تایید کړه.
وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د غزني ښار په لمن کې پر درو کلیو بریدونه وکړل، څو نوې جوړې شوې پوستې یې ویجاړې او د ښار د ځینو برخو برښنا یې پرچاو کړه.
د غزني امنیه قوماندان فرید مشال وویل چې حکومتي ځواکونو په ځوابي حملو کې ښار ته د وسله والو سختدریځو د ننوتو مخه ونیوله.
ده زیاته کړه«موږ ډېر ژر د طالبانو حملې شنډې کړې او دوی مو له کلیو وایستل، خو ګڼ شمېر ملکیان له دې وېرې چې طالبان به یې ووژني، ګاونډیو کلیو ته پناه یووړه.»
د غزني امنیه قوماندان د مرګ ژوبلو په اړه وویل چې تراوسه په دې اړه راپور ورته نه دی رسېدلی.
تر اختر مخکې د ځینو راپورونو پر اساس شاوخوا ۲۰۰۰ او د ځینو پر اساس ۱۰۰۰ وسله والو طالبانو، چې د هغوی په منځ کې ګڼ پاکستاني طالبان او نور سختدریځي ګروپونه هم شامل ول، پر غزني ښار خونړی برید وکړ چې په نتیجه کې یې د ښار ګڼې ودانۍ او تاسیسات ویجاړ شول او همداراز شاوخوا ۱۰۰۰ تنه وسله وال، امنیتي ځواکونه او ملکیان ووژل شول.
رسمي شمېرنې د ملکیانو تلفات ۹۵ او د امنیتي ځواکونو ۱۵۰ ښيي. ویل کېږي چې تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې افغان او بهرنیو سختدریځو ته واوښتې.