تاند- روسیې خپل لومړنی الیکترونیک موټر نندارې ته وړاندې کړ.

دا موټر، چې د روسیې کلاشینکوف کمپنۍ جوړ کړی دی، د امریکا له ټیسلا الیکترونیکي یا برېښنايي موټر سره د سیالۍ لپاره جوړ شوی دی.

ټیسلا د نړۍ تر ټولو مشهور او زیات پلورل کېدونکی برېښنايي موټر دي.

روسیې د خپل کلاشینکوف کمپنۍ الیکترونیک موټر د مسکو په یوه نندارتون کې وړاندې کړ.

نندارې ته اېښودل شوی موټر، چې شین بخونه رنګ لري، (CV-1) نومېږي.

د دې موټر ډیزاین پخوانیو ماسکویچ روسي موټرو ته ورته والی لري. ماسکویچ په ۱۹۷۰ لسیزه کې په پخواني شوروي اتحاد کې جوړېدل.

تراوسه پورې کلاشینکوف کمپنۍ د خپلو موټرو یوازې یوه نمونه په نندارتون کې ایښې ده، لا څرګنده نه ده چې دا موټر به څومره بریالي وي.

خو کمپنۍ وايي چې د دوی له لوري د جوړ شوي موټر بېټرۍ د ۳۵۰ کیلومترو لپاره دي.

د دې موټر بیه هم لا نه ده ټاکل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *