د سپوږمۍ رڼا ته یې له لرې د ډیران پر سر د شنې کڅوړې له لیدو سره شونډې ویړې شوې. لږ چټک شو چې بیا پیشو تر ده مخکې نه شي خو چپې پښې یې زور نه اخیست، د پرې شوې ښۍ پښې پرځای یې امسا سمه نه شوی لګولې.

پلاستیکي کڅوړه شمال ته ورپيده، ټک ټرک یې وکړ. د کڅوړې خوله پرانیستې وه. پرته له دې چې ورته وګوري لاس یې ورننویست. مڼه وه، وار له واره یې پرې چک وواهه، سر یې کڅوړې ته وربیرته کړ. بل شی هم ښکاریده.

د نرۍ لارې پورې غاړه د دیوال په بیخ کې له ونو سره کښیناست. د مڼې هغه ځای چې مخکې یې په غاښ کړی و زیړ ایسیده. غټ خرپ یې ترې وایست، خو خوله یې ترخه غوندې شوه، د مڼې یو اړخ وروست و. کڅوړې ته یې لاس کړ، وچه ډوډۍ وه، ډوډۍ یې خولې ته ونیوله. غوړ بوی یې ترسپږمو شو لکه کچالو چې تازه غوړو ته ورواچوې پر پوزه یې اوږده ساه واخیسته.

ټک ټوک شو، برګې پیشو د ډیران سر ته ټوپ کړل، همهغه پیشو وه چې پخوا به ده ډیران ته نه پریښوده. یو ځل خو یې پر امسا داسې وهلې وه چې څو ورځې ترې تم وه.

ده کڅوړې ته لاس کړ بل شی نه و. پلاستیک یې ترسر لاندې کړ، سر یې پر مځکه کیښود، ستوري ځلیدل او د شپې په تیاره کې د کرړي غږ سکوت ماتاوه.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *