تاند- د اروپا فضايي ادارې د نړۍ په ټولو برخو کې د بادونو د لوري د معلومولو لپاره لومړنۍ سپوږمکۍ د مځکې مدار ته ولېږله.
د اروپا د فضايي ادارې د توغندي د استولو کمپنۍ ارین سپېس وايي چې دا نوې سپوږمکۍ یې ایولس (Aeolus) نومېږي.
دا لومړنۍ سپوږمکۍ ده چې د ټولې نړۍ د بادونو د اندازه کولو او د هغو د لورو د معلومولو لپاره کارول کېږي.
د هوا د نامساعدوالي له کبله دا سپوږمکۍ یوه ورځ په ځنډ وتوغول شوه.
د اروپا فضايي ادارې ویلي چې په دې سپوږمکۍ کې استول شوی سیستم په حقیقت کې یوه شبکه ده چې د مځکې د اقلیمي وضعیت د څېړنې لپاره د مځکې مدار ته لېږل شوی دی.
دا سپوږمکۍ به د مځکې د سطحې د بادونو په شمول د نړۍ درست بادونه وڅاري.