تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف نن /شنبه/ له خپلې دندې استعفا وکړه.

تر دې دمه څرګنده نه ده چې اتمر ولې استعفا کړې ده.

نوموړی په ۲۰۱۴ م کال د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو له پیله د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کړی او د ولسمشر غني تر ټولو نژدې مهم متحد ګڼل کېده.

اتمر د حامد کرزي د حکومت په دوره کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې، پوهنې او کورنیو چارو وزارتونه کړي دي.

تراوسه دا هم نه ده څرګنده چې ولسمشر غني د اتمر استعفا منلې او که نه ده خو د اتمر ویندوی قادرشاه تایید کړه چې اتمر استعفا کړې ده.

هغه وویل چې ژر به د اتمر د استعفا د اعلانېدو دلایل په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړي.

One thought on “د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر استعفا وکړه”
  1. subsiding of a complex, flexible personality depend upon pay off of the time, will be no loss for Afghanistan.

    He is the type while working for another President that didn’t want to sign Bilateral Security Agreement, remade himself within less than 48 hours signing it.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *