تاند- ارګ وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت د ريیس استعفاوې ونه منلې.

مخکې د رویټرز خبري اژانس په ګډون یو شمېر رسنیو ویلي و چې ولسمشر غني د طالبانو لاس ته د غزني ښار د لوېدو، په کابل کې د راکټي حملو او یو شمېر نورو انتحاري حملو په مخنیوي کې د امنیتي چارواکو د پاتې راتلو له کبله له هغوی څخه د استعفا غوښتنه کړې ده.

ارګ نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې تایید کړه چې د حنیف اتمر له استعفا وروسته د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت سلاکار محمد معصوم ستانکزي هم ولسمشر ته استعفاوې وړاندې کړي وې.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې ولسمشر د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت د ريیس استعفاوې ونه منلې.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي غني پرون د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر استعفا ومنله او پر ځای یې په واشنګټن کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وټاکه.

محب له ټاکل کېدو وروسته له ولسمشر غني څخه مننه وکړه چې پر ده یې اعتماد کړی او دا ستر مسوولیت یې ورسپارلی دی.

ښاغلي محب بېګا په یوه لنډه خبرپاڼه کې دا هم لیکلي چې دا ستر مسئولیت یې په داسې وخت کې منلی چې افغانستان له ترینګلي حالت سره مخامخ دی او افغانان د تروریزمه کړېږي.

ده ژمنه کړې چې د افغانستان د خلکو امنیت ته به لومړیتوب ورکوي.

4 thoughts on “ولسمشر غني د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت د ريیس استعفاوې ونه منلې”
  1. salamoalikum;dear tannd please publish my cumment;

    we afghans must understand;
    more afghan political leader have secret relation with other country;
    for example HANIF ATMER also have connection with british.
    british &russia are sam thing for afghans;
    atmer is not howmuch he think.
    one of the anarshy in this government is ATMER;
    ashraf ghani is only leader in theory and practice for us/he does positive
    any honest afghan must support ashrafghani,thank you

  2. hamdullah muhib is young and have energy,he can do better duty.

    atmer got connection with british.and
    /british friend with pakistan&talibs,
    this is verygood step in political game,atmer remove from post.
    in this time british and usa have some difficulty in policy.
    in same time khalilzad comeing to afghanistan.
    i hope peace come to afghanistan
    thank you

  3. ددوی استعفا نه منل د اشرف غني لویه تیروتنه او عظيمه اشتباه ده. اشرف غني باید د محب په څیر ځوانان او بااستعداده اشخاص وګماري او ددې نااهله، بې کفایته او خاینو اشخاصو ځان خلاص کړي.

  4. د غنی په ټولو کارونو کط دا تر ټولو بد کار و چی اتمر یی لری کړ.
    اتمر ملی شخصیت دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *