تاند- د مسکو په غونډه کې د افغانستان د حکومت د نه ګډون له اعلانه وروسته روسیې وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د مسکو کنفرانس ځنډوي.

د افغانستان ترڅنګ امریکا هم ویلي چې د مسکو کنفرانس ته استازی نه لېږي.

ارګ نن /دوشنبه/ وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د افغانستان ولسمشر ته ټېلفون وکړ او دواړو خواوو وپتېیله چې دا کنفرانس دې وروسته جوړ شي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې لپاره د مسکو کنفرانس راتلونکې اوونۍ د افغانستان او روسیې په کوربه توب د ۱۲ هیوادونو او طالبانو د استازو په ګډون جوړ شي.

ارګ وايي له لاوروف سره په خبرو کې ولسمشر غني ټینګار وکاوه چې د افغانستان سوله باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ وي.

لاوروف هم وویل چې د سولې پروسه باید د افغانانو له هیلو سره سمه وي او مسکو حاضر دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

روسیې د مسکو په کنفرانس کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه او سره له دې چې طالبان د روسیې له لوري د تروریستانو په تور لیست کې شامل دي، دې ډلې د مسکو په کنفرانس کې ګډون ته تیاري ښودلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *