پوهنمل حاجي محمد نوزادي
دریمه برخه: د تیري (دوهمي) برخي په تړاو او ادامه
دویمه خبره چي د پنتاګون په راپور کي پر ځای نه ښکاري، هغه داده چي د معدنی زیرمو د یادولو سرچینه دوی پخپل راپور کي همدغه د شوروي کارپوهانو لخوا لیکل شوی راپورونه یاد کړیدي. دا ځکه چي د راپورونو زیاته برخه د بیلابیلو سیمو د جیولوجيکي څرنګوالی او جیولوجیکي نقشو په هکله دي، نه د کانو د زیرمو. د یادوني وړ ده چي د معدن د پیدا کولو لومړي مرحله د سیمي د جیولوجیکي نقشی اخیستل دي. د جیولوجیکي نقشې پر مخ د ځمکی د قشر داخلي جوړښت، د طبقو (لایو) شکل، د تیږو منرالي ترکیب، د هغوی عمر اود منځته راتلو منشاء او نور اړین مالومات ښودل کیږي. د همدغی نقشې له مخي یو جیولوجیست کارپوه کولای شي په بیلابیلو سیمو کي د بیلابیلو معدنو د شتون اټکل وکړي او بیا هلته ولاړ شی، خپله پوهه او د کان لټولو متودونه په کار واچوي چي دا بیا د کار دویمه مرحله ګڼل کیږي. که معدن پیدا شو، نو دریمه مرحله به یې اړوندو متودونو سره د کان د زیرمو محاسبه او د څومره والی ( کمیت) تثبیتول وي. په څلورمه مرحله کي باید د کان تخنیکي ـ اقتصادي څیړني تر سره شي. که چیري څلورمه مرحله بریالی وه او زیرمي کافي و ګڼل شوي، نو پنځمه مرحله پیل کیږی چي د کاني موادو را ایستل او استخراج دي. کیدلای شی مارکیټنګ یې شپږمه مرحله و بولو.
د اویایمو کلونو په اوږدو کي د افغانستان ټوله ځمکه د یو پر پنځه سوه زره ( ۱/۵۰۰۰۰۰ ) په مقیاس جیولوجیکي نقشې و پوښل چی دا دهغه وخت یوه ډیره ستره لاسته راوړنه وه. دا ځکه چی تر دغه وخته پوري د افغانستان نورو ګاونډو هیوادونو له ایران، پاکستان او هند د خپل ټول قلمرو د پاره پدغه مقیاس جیولو جیکي نقشه نه درلوده. په ۱۹۸۰ کال په پاریس کی د جیولوجستانو په نړیوال کانګرس کي ما د افغانستان د استازي په توګه دغه نقشه په ډیر ویاړ سره وړاندي کړه چي ګډونوالو ته په نه منونکی ډول په زړه پوري و ګرځیده ځکه دوی په افغانستان غوندي وروسته پاته هیواد کي د داسی یوې نقشې درلودلو فکر هم نشو کولای. د نوموړي نقشې سره یوځای د ټول هیواد په کچه په همدغه مقیاس د معادنو نقشه هم له چاپه ووتل. ددغو دواړو نقشو تفصیلی مالومات هم په روسي او انګریزي ژبو چاپ شول. دا چي د معدنو نقشه مو هغه مهال د محرمو اسنادو په ډله کي را وستې وه، په همدې خاطر می له ځانه سره د پاریس کانګرس ته یو نه وړه خو پخپلو څرګندونو کي مي د هغي د شتون خبره یاده کړه. د کانو د نقشې دا مقیاس که د ټول هیواد په کچه لوی مقیاس دی خو د یوه ځانګړی معدن د څیړلو د پاره بیا ډیر وړوکی او کاری ندی. معدني سیمه باید لدې نه په ډیر لوی مقیاس سره یاني یوپر لس زره ( ۱/۱۰۰۰۰ ) څخه تر یو پر زر ( ۱/۱۰۰۰ ) مقیاس باندی و څیړل شی چي کله کله لا له دې نه هم و لوی مقیاس ته اړتیا لیدل کیږي. ددغو دوو نقشو سره زما ډیري خاطري تړلی دي چی کاشکي یې د یادولو موقع یو وخت پلاس راشی.
زما په ګمان همدغه د معدنو نقشه وه چي پنتاګون یې له مخی خپل راپور ترتیب کړیدی. تر ټولو د خوښۍ خبره لا داده چی د نوموړی نقشې پر بنسټ د پنتاګون په راپور کي د یادو شوو کانو په ګډون د مندلیف د دوره ای جدول د نژدې ټولو عناصرو شتون څرګند شوی دی. که څه هم پخپله دا کار په راتلونکي کي د هیواد د لوړ اقتصادی پوتنشیال یونیکمرغه زیری دی، خو د معدن په توګه ددغو ټولو عناصرو یادول لا تر اوسه د وخت نه وړاندي خبره ده. راشئ و ګورو چي معدن څه ته وایي او ایا د هر عنصر ښکاره کیدل د معدن د شتون مانا ورکوي ؟ د افغانستان د معدنی زیرمو په قانون ( ۱۹۹۳ کال ) کي چي د جوړونکی کمیسیون مشري یې تر لویه بریده زما پر غاړه وه، معدن ( که څه هم دا ګړی زما ټکي په ټکي په یاد ندی او هغه قانون هم اوس په بله بڼه د ازاد بازار په ګټه د هیواد د تقنیني دود سره په نا انډول ډول تعدیل شویدی ) په ټولیز ډول داسی تعریف شویدي: معدن د اړتیا وړ منرالونو، تیږو (ډبرو)، مایع او ګازی موادو هغه شتون دی چی په طبعي ډول د ځمکی د قشر په یوه برخه کي سره را غونډ شوي او د بشپړ مقدار کچه یې دومره وي چي په اقتصادي لحاظ د را ایستلو (استخراج) په لګښتونو و ارزي. په ټولیز ډول هم دغه د معدن تعریف دی. د لوړ تعریف له مخي د یوه عنصر شتون که هر څومره قیمتي هم وي او ددغه تعریف سره سر و نه خوری یاني استخراج یې اقتصادی تمام نشي، معدن ورته ویلای نشو. د بیلګي په توګه که په یوه پراخه سیمه کي د لسګونو ټنو طلا شتون محاسبه شی او اقتصادی ـ تخنیکي څیړني و ښئی چي د طلا ددغو زیرمو پر را ایستلو باندي دومره لګښت راځي چي دغه استخراج شوې طلا یې جبرانولای نشي، بیا نو د اوسنی تخنیکي پرمختګ په پام کي نیولو سره دغو لسګونو ټنو طلا ته معدن نشو ویلای.
د دریمې برخي پای. نور بیا