تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له افغانستان څخه د اوبو د حق د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو حربو کار اخلي.

محمد جواد ظریف د ایران له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې له افغانستان سره د اوبو مسله په جدي ډول تعقیبوي او ښايي داسې اوونۍ نه وي چې د هلمند د اوبو په اړه یې خبرې نه وي کړي خو فکر کوي چې په دې برخه کې یوې هراړخیزې موافقې ته د رسېدو لپاره وخت پکار دی.

له ښاغلي ظریف څخه پوښتنه وشوه چې ایا پر افغانستان د ایران زور نه رسېږي چې د خپلو اوبو حق ورڅخه واخلي؟ ده وویل«ولې نه، موږ له بېلابېلو حربو کار اخلو، سرحدي موافقو، افغان مهاجرو، د مخدرو موادو موضوع او د افغانستان په اړه له سوداګرۍ څخه استفاده کولی شو خو د ګاونډیانو، په تېره بیا مسلمانو ګاونډیانو په اړه تراوسه پورې زموږ تګلاره دا وه چې له اړمونو کار وانخلو.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي او ګڼ شمېر عام افغانان وايي چې ایران د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د بندونو د مخنیوي لپاره د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

که څه هم ظریف د طالبانو د ملاتړ د حربې یادونه ونه کړه خو د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو چارواکي تل دا خبره کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له افغانستان سره د هلمند سین د اوبو پر سر د دوو هیوادونو ترمنځ یو تړون شته خو له ترکمنستان سره خبرې کوي چې دواړه هیوادونه د هریرود سین د اوبو د حق په اړه هم له افغانستان سره موافقه وکړي.

د پر له پسې وچکالیو له کبله د افغانستان د سیندونو اوبه کمې شوي خو ایران نه یوازې د پخوا په شان بلکې تر هغه هم د زیاتو اوبو غوښتونکی دی.

One thought on “ظریف وايي، له افغانستانه د اوبو د حق د اخیستلو لپاره له بېلابېلو حربو کار اخلي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *