پخوانی کریکټر او اوسنی د تحریک انصاف ګوند مشرعمران خان، چې له اره پښتون دی او په سیاست کې هم دومره زیاته تجربه نه لري په لومړي ځل د پاکستان په ټاکنو کې لومړی وزیر اعلان شو.
دا که معجزه نه ده، خو له معجزې کمه هم نه ده؛ ځکه په یو داسې هیواد کې، چې پښتون قوم پکې له مودو راهیسې ځپل شوی او لا هم ځپل کېده، په دومره لوړ پوسټ د پښتون ټاکل کېدل عادي خبره نه بلکي لوی بدلون دی. دغه بدلون به په دې مانا نه وي، چې ګني ځپل شوی او د ژوند له حقه حقوقو محروم شوی پښتون قوم به نور په پاکستان کې له خپلو حقه حقوقو برخمن شي او د ژوند هغه اسانتیاوې، چې د پنجاب استبدادي ادارې ترې په ډیره سپین سترګۍ اخېستې وې؛ تر لاسه کړي.
زموږ ډیری سپین ږیري ممکن د عمران خان لومړی وزیر کيدل ریشخند وګڼي او وایي، به چې چیرته به رسنیو په پاکستان کې له پښتون قوم سره د روان ظلم په تړاو طنزیه خبر خپور کړی وي. دوی ملامت نه دي؛ ځکه په پاکستان کې چې څومره ظلم له پښتنو سره وشو او کیږي، د نړۍ په بله برخه کې له بل کوم قوم سره نه دی شوی. لسیزې وشوې، چې د پاکستان حکومت او خصوصاً د پاکستان څارګرې ادارې یا آی اېس آی، پښتانه ځوانان او مشران په یو او بل نوم باندې ترور، په داراو په نورو هیوادونو وپلورل. د خیبر پښتونخوا په عوایدو باندې پنجابیانو پنجاب ګل ګلزار کړ او په بدل کې یې په خیبر پښتونخوا کې ترهګري او افراطیت خپور کړ. آی اېس آی د پښتانو ځوانانو او مشرانو په وینه د نړیوال سیاست په بازار کې لوی تجارت وکړ.
کله یې د القاعده په نوم، او کله یې طالب په نوم او کله د نورو ترهګرو په نوم ډیری پښتانه ځوانان ووژل، وپلورل او بلاخره یې ځان ته په نړیواله سطحه د پښتون په وینه ځای پیدا کړ. سره له دومره ډيرو قربانیو، چې پښتون ولس په پاکستان کې ورکړه او ورکوي يې، د پنجاب ظالمه اداره قانع نه کړه، چې په دغه هیواد کې د پښتانو سر، مال، ناموس او ژوند سره روانې لوبې پای ته ورسوي.
په لسګونه کالونه د د کوزې پښتونخوا پښتانه، چې شمیر یې کابو څلویښتو میلیونو ته رسيږي؛ داسې وساتل شول، چې نه چا د خپل زوی د وژلو خبره کوی شوه؛ نه چا د مور او خور د عزت خبره او د ژوند نورو اسانتیاوو ته د پښتون قوم رسیده ګي خو د پنجابیانو په باور شین کفر ګڼل کيده. پښتون قوم ډیر تکلیفونه او سختۍ وزغملې، خو په پاکستان کې داسې څوک پیدا نه شو، چې د پاکستان لپاره د پښتون قوم ورکړل شوې قربانۍ او سرښندنې دې لږ تر لږه ومني؛ مطلب دا چې، په پاکستان کې مړ هم پښتون و، او پړ هم پښتون.
بلاخره په دې وروستیو کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتانو ځوانانو او مشرانو یو لوی حرکت په پاکستان کې را څرګند شو او د پنجاب له ادارې یې د خپلو حقوقو د اخېستو غږ اوچت کړ. منظور پښتین او همفکره ملګرو یې د پاکستان حکومت چلینج کړ، چې که له پښتون قوم سره روان ظلم پای ته و نه رسوي؛ حقه حقوق ور نکړي؛ نو په پاکستان کې به یو لوی انقلاب رامنځ ته کړي.
د دې حرکت سره د پاکستان په داخل کې ورځ په ورځ یو ځای کيدونکو او ملاتړو شمیر زیاتیده او هم یې د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې ملاتړي پیدا شول او په پاکستان کې له پښتون قوم سره د روانې بې عدالتۍ د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه. ډیرې میاشتې تیرې شوې، خو منظور او ملګري یې په قرار نه شول او لا یې په خپلو غوښتنو ټينګار کاوه.
نو د پاکستان حکومت پریکړه وکړه، چې هر ډول وي، د منظور پښتین او ملګرو هغه خبره چې په پاکستان کې له پښتون قوم سره ستر ظلم او بې عدالتي روانه ده، پټه کړي او د سیاست په دروغجن عدالت یې دروغ ثابته کړي. د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول پوځ او څارګرې ادارې یې عمران خان ټاکنو ته را وړاندې کړ؛ تر څو د پښتون ژغورنې حرکت د داخلي او خارجي ملاتړو ذهنیت وربدل کړي او و ښيي، چې په پاکستان کې خو پښتون لومړی وزیر کیدای هم شي؛ نو مطلب دوی سره هیڅ ظلم نه دی شوی. عمران خان د کاندیدو په ورځ د پوځ لخوا لومړی وزیر نومول شوی و او بلاخره یې د دروغجنو ټاکنو په پای کې هم لومړی وزیر اعلان کړ.
عمران خان له پښتانو سره د ټاکنیز کمپاین پر مهال د پوځ په هدایت او مشوره غولوونکې، خو غوړې وعدې وکړې؛ چې پوره کول یې د پاکستان د پوځ په شتون کې ممکن نه دي. ځکه عمران خان د پوځ او د پاکستان د څارګرې ادارې په خوښه راغلی نه د ولس په رایه او د ټاکنو له لارې. په همدې سبب عمران خان د پاکستان د تیرو صدراعظمانو په څیر مجبور او مکلف دی، چې د پاکستان د پوځ جوړه کړې تګلاره او ستراتیژي عملي کړي. په کومه کې چې پښتون ځپل شوی، وژل شوی، له حقه حقوقو محروم و، دی او وي به. لیکنه: سید نسیم حقمل