فرښتې يوازې ماورالطبيعي او ميتافزيکي موجودات ندي، بلکې خدای تعالی ځينې وخت د خپلو بندګانو د مرستې لپاره د انسان په شکل د خپل همنوعه د ساتنې او ژغورنې لپاره فرښتې ليږي. ما دا فرښتې ليدلې دي، لمس کړې مې دي، د دوی له مهرباني ډک چلند او مصونه غېږه مې احساس کړې ده؛ د دې زميني او اسماني فرښتو تر منځ توپير يوازې دا دی، چې هغوی په سپين لباس کې ظاهریږي او دوی د زرغون، ژېړ او خړ رنګونو په ګډه ټوکري جامه کې، هغوی ته خلک فرښته وايي او دوی ته سرتېری، نور يې موخه او ماموريت يو دی، د انسان ژغورل او ساتل.
زما د وطن سرتېری هره ورځ د مېړانې او شجاعت هغه نندارې وړاندې کوي، چې نورو يوازې په اسطورو او افسانو کې اورېدلې دي، زما سرباز هغه پولادي انسان دی چې خپله د اور لمبو ته وردانګي، خو بل ترې ژغوري او زما پوځي او د امنیتي ځواکونو هر غړی هغه اتل دی، چې د اتلولي د بيان لپاره يې زما د قلم کمزورې نوکه د بېوسي اظهار کوي….
هغه انځور به مې تر ډېره په یاد وي چې افغان سرتېری په داسې حال کې د نورو خلکو د ساتنې او نجات لپاره لا هم جنګيږي، چې خپله ټپي شوی او وينې ترې بهیږي…
هغه ورځ مې نه هيريږي چې بزدله دښمن په معصمومو ماشومانو کې پټ شوی، خو همدا سرتېری ځان سپر کوي او په ډېره مېړانه ماشومان له شرمښانو خلاصوي. د ماشوم سلامتي، د مور د خوښۍ ژړا او په پلو د زړه له تله د سرتيري د کاميابي او سلامتي دعا… هغه صحنه ده چې انسان ته انساني لوړتيا او د انسانیت ارزښت سترګو ته دروي او دا ورياديږي، چې انسان څومره ښايسته دی؛ برعکس د وحشت او بربريت وسله په لاس انسان په ليدو، چې د انساني حرمت، مينې او ترحم په نوم څه نه پېژني، انسان ته وريادوي چې څومره توپير دی په انسان کې د مانا په لحاظ…
د هغې جوړې کيسه ضرور کوم، چې د خوښې د واده يې يوازې څو شپې کېدې، چې د پوځي ټولي ملګرو يې ورته احوال ورکړ، چې په کندز کې خلک تر سخت ناتار او مرګونو لاندې دي. سره له دې چې دی په رخصت و، خو د خپلو خلکو د ژغورنې انساني احساس له مخې يې په کور کې ويلې وروستۍ جمله بايد په ښار او بازار کې په لويو لوحو ولګول شي چې: “د خلکو نجات او ساتنه زموږ وظيفه ده”. محمد په شېبو کې د خپلې محبوبې له سترګو پناه او پوځي يونيفوم پر تن د خپل بل هېوادوال ځوان، ماشوم، مشر، انجلۍ او مېرمنې سره د مرستې لپاره له الهي نصرت سره ځان ډګر ته رسوي، ډېر انسانان د انسان په جامه کې له لېوانو ژغوري او تر هغه په مېړانه او لوړ همت جهاد کوي چې اجنبيان د ښار او شاوخوا سيمو څخه په شا کړي.
ګڼ انسانان يې وژغورل، د خدای د مظلومو او نازولو انسانانو پر وړاندې يې سينه سپر کړه او بلاخره يې په همدې اصلي دنده کې خپل مقدس روح حق تعالی ته وسپاره، محبوبې يې په ليدو د وياړ پلو خپور او خپله لوپټه ورته د مقبرې جنډه کړه….
همدا اوس زموږ او ستاسې زرګونه داسې اتلان د حق او باطل په جګړه کې په پوره ځواک د رزم په ډګر کې توره چلوي، په خپله بې خوبي موږ ته ارام خوب راکوي، په خپله ستړيا موږ ته سکون رابښي او خپله له کور، کلي، مېرمنې او ماشومانو په لرې کېدو موږ ته دا فرصت راکوي چې د خپلې کورنۍ تر څنګ واوسيږو…
همدا مېړانه او مردانګي ده چې د اسلام په مقدس دين کې د سرباز د يوه ساعت دنده، پيره او وظيفه د عابد له دوه اويا کلونو عبادت سره مساوي کوي؛ ځکه سرباز زموږ مال، عزت او وطن ساتي.
زموږ د امنيتي ځواکونو د ارزښت او سرښندنو د قيمت لپاره يوازې دا بس ده، چې هغه کلونه راياد کړو چې سرباز او د افغان انسان او خاورې د ساتنې ځواک وغورځول شو؛ دا ځواک هېڅکله نه مات شوی او نه به مات شي، خو د خپلو څو هغو کرغېړنو لارويانو په لاس خوار شو، چې لوی باور پرې شوی و؛ هغه تجربه مو د ټول عمر لپاره بس ده چې هېواد ته مو هر ناولی او چټل لاس راننوت، د سر دښمن ته مو د وحشت زمينه برابره، زرګونه او لکونه ککرۍ ورېبل شوې او د عمر خوار شو…
که څه هم هېواد مو له هماغه راهيسې لا هم خپل حالت ته ندی راغلی، خو د يوه افغان سرتيري په شتون هم ډاډه کېږم چې هغه حالت ته نه ځو؛ ځکه څو چې د افغان امنيتي ځواکونو يو غړی هم وي، هر راننوتونکی پردی او کرغېړن لاس به په اوږه کې ور پرې کوي.
د اتلو افغان ځواکونو لپاره دا هم بس ده چې د خلکو په زړونو پاچاهي کوي او په زړونو کې اوسيږي…
ستا مېړانې ته سلام دی!