د ناتو ملکي استازي کورنیلیوس زیمرمن

تاند- په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي چې په دې هیواد کې تر بل هر وخت د سولې امکان زیات شوی او طالبان دې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

د ناتو ملکي استازي کورنیلیوس زیمرمن له عربیک نشنل سره په مرکه کې وویل، د کوچني اختر د ورځو اوربند بې ساری و او ویې ښودله چې طالبان د افغانستان له حکومت سره روغه کولی شي.

ده زیاته کړه، سوله ډېره اسانه هم نه ده خو د دواړو خواوو غوښتنې باید په احتیاط په پام کې ونیول شي او په عین حال کې باید د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته شي.

زیمرمن له طالبانو وغوښتل چې خپلو غوښتنو ته د رسېدو لپاره د جګړې پر ځای د سولې لاره خپله کړي.

د ناټو ملکي استازی وايي چې د افغانستان ځینې ګاونډیان په افغانستان کې د سولې او د وسله والو مخالفانو د ملاتړ په برخه کې دوه ګون چلند کوي.

د ده په وینا اوس هم د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ غیررسمي خبرې روانې دي.

طالبان دا خبره نه تاییدوي چې د افغانستان له حکومت سره پټې خبرې کوي خو ګڼې دولتي او غیردولتي سرچینې تاییدوي چې طالبان له بېلابېلو حکومتي چارواکو سره په تماس کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *