تاند- په واشنګټن کې یوې غیرحکومتي ټولنې ویلي چې د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې انترنټ ته د خلکو د لاسرسي ازادۍ کمې شوي دي.

فریډم هاوس ایران، چین او کیوبا د هغو هیوادونو د لیست په سر کې بللي چې انترنټ زیات سانسوروي.

دې ټولنې بلاروس، پاکستان او ازبکستان هم د هغو هیوادونو په کتار کې راوستي چې د خلکو انترنټي ازادۍ پکې محدودې دي.

د فریډم هاوس په نوم د بیان د ازادۍ دې غیردولتي ټولنې، چې مرکز یې په واشنګټن کې دی، د انترنتي ازادیو په اړه په تازه راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، د ۲۰۱۲ کال له اپریله د ۲۰۱۳ کال تر اپریله پوري د نړۍ په ۶۰ هیوادونو کې انترنټ ته د خلکو د لاسرسي د ازادۍ وضعیت څېړلی دی.

د فریډم هاوس په دې راپور کې ایران، چین او کیوبا د هغه لیست په سر کې بلل شوي چې تر ټولو زیات انترنټ سانسوروي.

د فریډم هاوس د یوه څېړونکي ادریان شهبازي په وینا د ایران په محبس کې د یوه بلاګ لیکوونکي وژل کېدا سبب شوه چې د ایران اسلامي جمهوریت د هغو هیوادونو په سر کې راشي چې د انترنټ ازادي پکې نشته.

شهبازي وايي:

«په ایران کې د انترنت د یوه کاروونکي ستار بهشتي ووژل کېدا مثال شو. نوموړی په دې تورن و چې په انترنټ کې پر حکومت نیوکې کوي. بهشتي د پولیسو په توقیف کې ووژل شو. دا مسله د ایران پر ریکارډ منفي اغېز وکړ.»

په دې راپور کې بلاروس، پاکستان او ازبکستان د هغو هیوادونو په توګه یاد شوي چې انترنت ته د لاسرسي تر ټولو لږه ازادي لري.

د فریدم هاوس یوه څېړونکې اغلې لورا رید وايي، د پخواني شوروي اتحاد یو شمېر غړي هیوادونه هم د انترنټي ازادیو په برخه کې ښه ریکارډ نه لري.

«تېرکال د پخواني شوروي اتحاد په غړیو هیوادونو کې د قانوني تدابیرو له لارې انترنټ ته د خلکو د لاسرسي د محدودولو اضافي ګامونه واخیستل شول. لکه دا چې تېر کال روسیې دا ډول اقدامات وکړل. د هغو کسانو شمېر چې په ۲۰۱۱ میلادي کال په روسیه کې سزا ورکړای شوې ده ۳۱ او په ۲۰۱۲ کې ۱۰۳ ته زیات شوی دی.»

له شپېتو هیوادونو څخه، چې په اړه یې څېړنه شوې ده، د انترنتي ازادیو وضعیت په ۳۴ هیوادونو کې خراب شوی دی.

One thought on “په ځینو هیوادونو کې انترنټي ازادۍ محدوې شوي”
  1. د انټرنېټ څخه په تبلغاتو او د ولسونو په ويښولو کې کار، ښې او رغنده پايلې درلودلې دي. د انټرنېټ د فيسبوک په مټ حکومتونه رانسکور شوي او د غلو او خاينانو خيرنو څېرو څخه پردې لېرې شوې دي. انټرنېټ لمر دئ چې ټوله نړۍ کې يې وړانګې خپرېږي او څوک يې په يوه ګوته او يوازېرې توګه نشي پټولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *