بهير کې مې پوښتنو ته ځواب وايه. يوه کس پوښتنه وکړه، چې په پښتو کې موجودې ادبي دورې سمې دي؟ هيله يې دا وه، چې زه يو مطلق ځواب ورکړم؛ خو زما لپاره دا شونې نه وه، ځکه چې تاريخ ډيناميک خصوصيت لري، د وخت په تېرېدو سره چې د کوم ولس تمايلات بدلېږي، په تاريخ کې د نويو زاويو په ورخپلولو ګوتې وهي او نوې نوې خبرې پکې راوباسي.
د نوموړي پوښتنه پر ځای وه؛ خو يو څيز ته يې متوجه کړم او هغه دا چې موږ د سقراط د مثل غوندې هر څه بشپړ، دقيق او تلپاتې غواړو. که کومه نظريه منو، هغه بايد د اړوندې موضوع ټول بريدونه دقيقا راوټاکي او زوال ونه لري.
په ټولګي کې د ادب او ناادب پر توپيرونه غږېدم. په پای کې مې وويل، چې د ادبي او ناادبي آثارو ترمنځ دا پولې نسبي دي، چې د ادب په پېژندلو کې راسره مرسته کوي؛ خو د مخاطبانو هيله مې دا وه، چې زه بايد ورته د ادب او ناادب ترمنځ پرېکنده بريدونه وښيم.
زموږ هيله دا وي، چې هره ټولنيز مساله د رياضي د ۲+۲=۴ غوندې فرمول بندي کړو، ځکه چې دا مطلقه بېلګه ده، چې هېڅ وخت نه بدلېږي؛ خو انتزاعي مسايل د رياضي د پاسنې فرمول غوندې نه دي، بلکې په خپله ساينس هم وخت په وخت د نويو تيوريو جامې اغوندي.
ثوابت شته، خو ثوابت پخپله راتلونکو بدلونونو ته لار هواروي او بل دا چې ثوابت دومره ډېر نه دي، چې موږ يې پر هر څه تطبيق کړو. مثلا: ادب به تل لفظي هنر وي يا دا چې تل به هنري ارزښت لري؛ خو د هنري ارزښت ماهيت يې همېشه د بدلون په حال کې وي. يو وخت که مو يو ژانر يا طرز هنري ګاڼه، بل وخت ترې منکر شوي يو. په دې توګه ويلای شو، چې د ادب ماهيت ډيناميک خصوصيت لري، زمانه، جغرافيه او فردي تمايلات پکې بدلون راولي.
موږ ګنې داسې کيسه موندلای شو، چې د کيسې پر تيورۍ مطلقه پوره وي؟ نه؛ بلکې د نسبيت خبره کوو. وايو، دا ډېره ښه کيسه ده، دا ښه کيسه ده، دا چندان کيسه نه ده. داسې ځکه وايو، چې موږ د لنډې کيسې بشپړ توکي په يوه کيسه کې نشو موندلای، همداسې شعر او نورې فرهنګي هڅې هم دي.
د انسان د ادراک يو خصوصيت دا دی، چې پديدې ډلبندي کوي، چې ويې پېژني او بيا ورسره وړ چلن وکړي؛ خو دا ډلبندي مطلقه نه وي، بلکې هره کټګوري له بلې سره اړيکې لري او که د ژبپوهنې په ژبه يې ووايو؛ نو د سوسور خبره، چې د مفاهيمو يو جال جوړوي. ژبه دومره پراخه نه ده، چې بهرنۍ نړۍ کټ مټ راوښيي، ځکه نو د مجاز له لارې د يوه مفهوم په مټ بل مفهوم راپېژني، چې له دې سره په هغه بل مفهوم کې د لومړني هغه خصوصيتونه راشي.
يوازې ژبه نه، بلکې بهرنۍ نړۍ هم مجرد شيان نه لري. ارستو د بېلابېلو شيانو ترمنځ همدې ورته واليو اړ ايست، چې شيان ډلبندي کړي. موږ په خپل ذهن کې حشرات په بېلابېلو ډلو وېشلي. دا ډلبندۍ د ورته والي او توپيرونو پر بنسټ شوې دي. د اوږدوالي له مخې مار له خپلو ټولو ډولونو، لټکه او چينجی په يوه ډله کې دي، چې له لړم او مچۍ سره توپير لري؛ خو کله چې د زيان او چيچلو خبره راځي؛ نو مار، لټکه، لړم او مچۍ په يوه ډله کې راولو، چې مناسب چلن ورسره وکړو. د دې مطلب دا دی، چې زموږ ذهن د بېلابېلو شيانو ترمنځ اړيکې جوړوي. اوس دې ته متوجه کېږو، چې د مار مجرد تعريف ممکن نه دی، بلکې مار له چينجي او لړم سره په تړاو کې پېژنو؛ نو وايو، چې مار يوه اوږده حشره ده، چې زهر لري او چيچل کوي.
موږ اړ يو چې د واحدې املا پر لور ګام واخلو؛ خو د دې مطلب دا نه دی، چې موږ به ګنې د داسې يوې املا څښتن شو، چې بشپړه او تلپاتې وي، ځکه چې د ژبې متنوع جوړښت او ګړدودونه د دې مطلق امکان مخه نيسي او دلته هم نسبيت ته اړ يو.
د نقيب احمد عزيزي پر پوسټ مې کمنټ وکړ، چې انسان کله په خېټه موړ شي، هله ورته اخلاق مهم شي. ملګرو ترې دا برداشت واخسيت، چې ګنې شتمن بداخلاقه نه وي؛ خو زما نظر په هر ډول شرايطو کې سم نه دی. هر غريب غل او هر شتمن بد نه وي.
همداسې هره تيوري پر نسبي امکاناتو بحث کوي. که نسبيت نه وای او مطلقيت واکمن وای، د تحول امکان نه و، انسان به اوس په لرغوني پېر کې اوسېده.
څومره چې ژوند او مسايلو ته متوجه کېږو، هغومره په دې پوهېږو، چې د ژوند واګې د نسبيت په لاس کې دي. نورې نړۍ چې دا خبره درک کړې، خپل نظر ورته بشپړ نه ښکاري؛ خو موږ چې خپل نظر راته دقيق او مطلق ښکاري، پر نورو يې د تحميل هڅه کوو.
ژبپوهنه وايي،چې ژبه د خپلو امکاناتو په محدوده کې واقعيت راپېژني. نوره نړۍ له څو زاويو نه واقعيت ته ګوري، چې ښه يې وپېژني او دا د يوه (مطلق!) نظر د اجاره دارۍ مخه نيسي. پوسټ ماډرن فرهنګ په اصل کې د مطلق نه ګڼلو پر همدې فکر ولاړ دی، چې واقعيت د کتلو يوه زاويه هم مطلقه غلطه نه ده او نه مطلقه سمه ده، بلکې په هره زاويه کې څه نا څه واقعيت شته؛ ځکه خو په لويديځ کې پر اختلاف څوک وژني نه، بلکې هرکلی يې کوي، ځکه په اختلاف او تنوع کې پرمختګ دی.
موږ شعوري ناشعوري د لويديځ له پسنويتابه(پوسټ ماډرنيزم) نه اغېزمن يو. مثلا: يوه بېلګه يې خواله رسنۍ دي، چې داسې کس پکې نشو موندلای، چې کټ مټ د بل غوندې وي، بلکې د مختلفو نظرونو له هجوم سره مخېږو. په دې هر نظر کې که د هر چا په پلوۍ وي، څه نا څه واقعيت خوندي دی، همداسې يې د مخالف په نظر کې هم؛ خو موږ چې په اصل کې مطلقيت او وحدت خوښوو، خپل نظر راته محترم او سم ښکاري او مخالف راته دروغ، چې که زما نظر ونه مني، پر ناحقه لار روان دی او بايد سر يې له تنه جلا شي. همدا ټکی موږ په پوسټ ماډړنيزم کې هېر کړی. هلته که پلورليزم دی، ورسره د يو بل د نظر احترام او له مخالف سره د ګډ اوسېدو کلچر همشته؛ خو موږ په ټوليزه توګه له پلورليزم اغېزمن وګړي په فردي کچ د بل نظر ته په سپکه ګورو، ځکه چې زموږ ټولنيز لاشعور همغسې د مطلقيت او وحدت تږی دی او په دې توګه ويلای شو، چې موږ د لويديځ پوسټ ماډرنيزم وځپلو، ځکه چې ذهنا ورته چمتو نه يو، ځکه چې موږ ته د شاتو د مچيو غوندې د يوه فکر پر ملکه راټوليده ښه ښکاري.