چین ته د ولسمشرکرزي د سفر له رابرسیره کیدونکو جزیاتو څخه معلومیږي،چې هغه د لویدیځ او په ځانګړي ډول د امریکا پروړاندې په تدریجي ډول خپل دریځ بدلوي.
دا ځل د ولسمشر مطبوعاتي دفتر په چین کې د نوموړي د سفر پروخت د یوې مرکې هغه برخه رسنیو سره شریکه کړې،چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور په دوام کې يې د ګاونډیوهېوادونو هېوادونو توافق هم شرط ګڼلی.
د دغې خبرپاڼې په یوه برخه کې د ولسمشرپه حواله ویل شوي:«که ټاکل شوې وي،چې امریکا او ناټو په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي،یوازې هغه وخت داسې کولای شي،چې د افغانستان خلک ورسره موافقه وکړي او زموږ ګاونډیان دوی درک او ومني».
په دې مرکه کې ښاغلي کرزي یوځل بیا په افغانستان کې د ناټو،امریکا او په عمومي ډول د نړیوالې ټولنې حضور د روغتیا،پوهنې او نورو برخو په ګټه ګڼلی خو د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې یې دا حضور بې اغېزې یاد کړی.
د سیاسي بدلون اغېزې
د امریکا او ولسمشرکرزي په اړیکو کې فاصلې او د یو بل تخریبولو هڅې په وروستیو کې په ډېرګومان د افغانستان د سیاسي واک د بدلون له مسلې سرچینه اخلي.
امریکا به د یوه لوی لوبغاړي په توګه له ولسمشرکرزي څخه توقع لري،چې د واک په وروستۍ موده کې یې په اسانه او ارزانه شرایطو له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک ترڅنګ د امریکا ځینې نورفرمایشات ومني.
د قضیې بل اړخ ته ولسمشرکرزی چې وېل کیږي امریکا یې د افغانستان په راتلونکي واک کې د ګټو خیال نه ساتي،هڅه کوي چې په لږه موده پاتې واکمنۍ کې یې له امریکا سره د نرم مخالفت له دریځه په استفادې سره د افغانستان د خلکو پام له خپلو هغو ملامتیو څخه واړوي،چې په تېره دولس کلنه واکمنۍ کې یې مسول دی.
د دې بدلون اغېزه ده چې امریکا په افغانستان کې روانه جګړه کورنۍ ګڼي او ولسمشرکرزی د امریکا او ناټو موجودیت په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف جنګ بې اغېزې بولي.
د ګاونډیانو په اړه د نظربدلون
ترڅو میاشتې مخکې پورې افغان حکومت او پلوي سیاسي شنونکو یې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د خپلې طرفدارۍ لوی دلیل دا ښوده،چې افغانستان د بدو ګاونډیانو په منځ کې ګېردی او دغه تړون یې له ۲۰۱۴ څخه وروسته د دغو ګاونډیانو له بدو اغېزو او لاسوهنو ساتلی شي.
د ولسمشرکرزي وروستۍ څرګندونې چې د دغه تړون په لاسلیک کې یې د ګاونډیانو درک او هوکړه شرط ګڼلې،هغه هم چین ته په یوه حساس وخت کې د سفر پرمهال د پوښتنې او شک وړ مسله ده.
ولسمشر یاد شوی سفر تېره اونۍ په داسې وخت کې وکړ،چې د امریکا نیویارک ښار د نورو کلونو په شان د ملګرو ملتونو د کلنۍ عمومي غونډې کوربه و.
دغې غونډې ته د نړۍ د مختلفو هېوادونو مشران ورغلل،خو ښاغلي کرزي د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د ګډون لپاره دغې غونډې ته واستوه.
مخکې افغان حکومت له امریکا او نورو لویدیزو هېوادونو سره په اړیکو کې د ایران د اندېښنو او ملاحظو د جدي ګڼلو خبرې کولې او وخت په وخت به یې ایران سره په روابطو کې د دې لپاره هم له زیاتې نرمۍ کاراخیست،چې په بهرني سیاست کې د ناپلوۍ ادعا یې پیاوړې اوسي.
اوس چې په چین کې ښاغلي کرزي د ګاونډیانو توافق له امریکا سره د افغانستان په امنیتي تړون کې یو مهم شرط یاد کړی،د هغه دریځ نور هم خلکو ته بې ثباته او د ورځې په نرخ او شخصي سلیقې ولاړ ثابتوي.
د افغانستان خلکو ته امریکا،چین او نور نه دي مهم او نه هم داسې تړونونو ته ډېرلېوال او خوشبین دي،خو مهمه دا ده چې باید دغسې تړونونو او په اړه یې ملاحظو کې افغانستان نور هم د نړیوالو او سیمه ییزو قوتونو د لوبو او سیالۍ قرباني نه شي.