ارشیف

تاند- په بلخ ولایت کې په شاهین قول اردو کې د یوې بهرنۍ څرخکې د لوېدو په نتیجه کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

د شاهین قول اردو ویندوی حنیف رضايي وايي، دا ایم۱۴ هیلي کوپتر د (مک) په نوم د یوه بهرنۍ قراردادي شرکت وه.

ده د هیلي کوپتر د غورځېدو علت تخنیکي ستونزه وبلله.

رضايي وايي چې هیلي کوپتر د قول اردو په دوهم کنډک کې په داسې حال کې ولوېده چې له مځکې یوازې ۱۵ متره لوړه وه.

که څه هم رضايي وايي چې په دې پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي خو ویل کېږي چې په پېښه کې تر ۱۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

تراوسه پورې د وژل شویو کسانو هویت نه دی څرګند.

دا هم نه دي ویل شوي چې مک قراردادي شرکت په کوم هیواد پورې تړلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ