د پکتیکا ولایت امنیه قومنداني په داخل کې د نوي کابل بانګ بلې څانګې نن رسمآ په کار پيل وکړ.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یادې څانګې د پټې پرې کولو په مراسمو کې د کابل بانګ له مسؤلینو مننه وکړه چې د دوی غوښتنه یې ومنله او پکتیکا کې یې د خپلو بانکي خدمتونو د لاچټکوالي په موخه بله څانګه پرانسته.

وحدت وویل، په دې سره به د پکتیکا ولسونه او ملي پولیس دواړه له زیاتو سهولتونو برخمن شي او په اسانۍ سره به خپل معاشونه اخلي.

نوموړي وویل پکتیکا تجارت ته جوړه سمه ده او تجاران دي دلته خپلې پانګونې وکړې څو یې له یوې خوا ګټه کړې وي او له بلې خوا یې ولسونو ته چټګ او پر وخت خدمات وړاندي کړي وي.

ده دغه راز زیاته کړه  هڅه کوي چې د نوي کابل بانګ او غزیزي بانګ څانګې د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ته هم وغځوي.

د پکتیکا د امنیت آمر حمیدالله عمر خېل د بانګ له مسؤلینو مننه وکړه چې د دوی او ولایتي ادارې غوښتنه یې ومنله او د امنیه قومانداني په داخل کې یې د نوي کابل بانګ څانګه پرانستله.

په پکتیکا کې د کابل بانک مسؤل پیر محمد بشري د پکتیکا له والي څخه  د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې د دې څانګې د چارو په پیل کېدو سره به د دوی ګڼې ستونزې هوارې شي.

بشري وایي، دغه څانګه څلور تنه صرافان، یو مدیر او یومرستیال لري چې دوی به د ملي پولیسو په خدمت کې خپلې چارې په سم ډول پرمخ وړي.

د یادونې ده اوس مهال په پکتیکا کې دوه بانګونه، عزیزي بانک او کابل بانک خپل فعالیتونه پرمخ وړي او ولسونو ته خدمات وړاندي کوي.  

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *