چیرته چې پېښې لږې وي، داسې کېږي

تاند- په بلغاریا کې د سیلانیانو د یوه بس د چپه کېدو او په نتیجه کې یې د ۱۷ تنو له مړینې وروسته د دغه هیواد درې وزیرانو استعفاوې وکړې.

بس د جمعې په ورځ /اګست۳۱/ د بلغاریا په لوېدیځ کې چپه شو.

د بس د چپه کېذو په اړه له لومړنیو څېړنو وروسته د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف د سیمه ییزې پراختیا، ترانسپورت او کورنیو چارو له وزیرانو څخه وغوښتل چې استعفاوې ورکړي.

د تحقیقاتو پر اساس، هغه سړک چې د سیلانیانو بس پکې چپه شو، تازه ترمیم شوی او قیر یا اسفالټ یې ښه کیفیت نه درلود.

له همدې کبله د بلغاریا صدراعظم بویکو بوریسوف له درې وزیرانو وغوښتل چې استعفاوې وکړي.

د بلغاریا د سیمه ییزې پراختیا وزیر نیکولای نانکوف د شنبې په ورځ /سپټمبر۱/ خبریالانو ته وویل چې ده له دوو نورو وزیرانو سره خپلې استعفاوې صدراعظم ته وړاندې کړي دي.

د بلغاریا ولسمشر رومن رادیف هم پر دې پېښه غبرګون ښکاره کړ، ویې ویل«د سووګي سیمې ته نژدې دې پېښې وښوده چې په هیواد کې د سړکونو د ترمیم او قراردادونو سیستم فاسد دی. له سزا څخه تېښته په هر ځای کې په معمول بدله شوې او خلک مړه کېږي.»

بلغاري رسنۍ وايي، دا پېښه سبب شوې چې د ټولو سړکونو د کیفیت په اړه بیا کتنه وشي او د زړو بسونو په اړه غور وشي.

بس له سړک څخه ۲۰ متره ژور ځای ته لوېدلی او له کبله یې ۱۷ تنه مړه شوي او یو شمېر نور ژوبل دی. په ټپیانو کې د ۴ تنو حال نازک دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *