تاند- د اروپايي اتحادیې کمیسیون وړاندیز کړی چې په پسرلي او مني کې دې د ساعت بدلون پای ته ورسېږي ځکه چې په یوه نظرپوښتنه کې څرګنده شوې چې اکثره اروپایان د دې کار مخالف دي.
د اروپايي اتحادیې د کمیسیون ريیس ژان کلاودې یونکر وايي، په ملیونونه خلک باور لري چې په راتلونکې کې دې ساعت په خپل حال پرېښودل شي.
په اروپا او ګڼو نورو هیوادونو کې د دې لپاره چې له رڼا څخه زیاته استفاده وشي اصلي ساعت یو ساعت راشاته کوي. ځینې هیوادونه وايي چې د ساعت د بدلون له کبله د برېښنا په مصرف کې دولتي او غیردولتي ادارو د انرژۍ د مصرف له درکه ملیونونه ډالر سپمولي دي.
خو د اروپايي اتحادیې کمیسیون، چې په پخواني ډول د ساعت د نه بدلون وړاندیز کوي، په دې اړه د پرېکړې لپاره د ۲۸ غړیو هیوادونو موافقې ته اړتیا لري څو هغه په قانون بدل کړي.
د اروپايي اتحادیې د پارلمان په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې«دا ډېره مهمه ده چې اروپايي اتحادیه د ساعت یا وخت په یووالي کې سره متحد واوسي.»
د اروپايي اتحادیې کمیسیون تراوسه پورې په دې برخه کې د بدلون په اړه د خپل وړاندیز جزییات نه دي اعلان کړي خو په خپل لیک کې یې، چې د سلامشورې لپاره یې وېشلی دی، ویلي چې یو انتخاب به دا وي چې د دې اتحادیې هر هیواد خپلې خوښې ته پرېښودل شي چې ساعت بدلوي او که یې نه بدلوي.
خو دا کمیسیون په عین حال کې خبرداری ورکوي چې د اروپايي اتحادیې د غړیو ترمنځ له همږغۍ پرته په ساعت کې بدلون به اقتصادي زیانونه ولري.
په نظرپوښتنه یا سروې کې، چې د جرمني ZDF تلویزیون کړې، د ۴ ملیونه او ۶ لکه پوښتل شویو کسانو په منځ کې ۸۰ سلنې د ساعت د نه بدلېدو غوښتنه کړې ده.
د اروپايي اتحادیې کمیسیون د ځینو څېړنو یادونه کړې چې ښيي د ساعت بدلون د انسانانو پر روغتیا منفي اغېز لرلی شي.
«د څېړنو پایله ښيي چې د انسانانو (biorhythm) ممکن تر هغه څه چې پخوا ګومان کېده زیات اغېزمن شي.»
په اروپايي هیوادونو کې د مارچ د میاشتې په وروستۍ یکشنبه (حمل) وخت یو ساعت وړاندې کېږي او د اکتوبر په وروستۍ یکشنبه بېرته یو ساعت شا ته کېږي.
د ساعت له بدلون سره تر ټولو زیات مخالفت فینلنډ کړی. په دغه هیواد کې ۷۰ زره تنو د ساعت د نه بدلېدو په ګټه لاسلیکونه کړي دي.
د ساعت بدلون د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۰ کې په دې استدلال دود شو چې له کبله به یې برېښنا (انرژي) وسپمېږي خو د اروپايي اتحادیې کمیسیون وايي چې داسې کومې نتیجې ته نه دی رسېدلی چې د ساعت بدلون دې په رښتیا هم د انرژۍ د سپما سبب کېږي.
دا کمیسیون همداراز وايي چې کره شواهد نشته چې وښيي د ساعت بدلون د ترافیک یا د موټرو د بیروبار په کمولو کې مرسته کړې وي.