تاند- پاکستان وايي، افغانستان په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی دی او دوی به ژر دا کونسلګرۍ بېرته پرانیزي.
پاکستان درې ورځې وړاندې وویل چې خپله کونسلګري یې په دې خاطر بنده کړې چې د ننګرهار والي د کونسلګرۍ په چارو کې مداخله کوي خو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امنیتي ستونزې د خپلې کونسلګرۍ د بندېدا دلیل وباله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ډاکتر محمد فیصل ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته ټېلفون وکړ او هغه ته یې د کونسلګرۍ د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ.
د ډیلي ټایمز ورځپاڼې پر اساس صلاح الدین رباني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته دا هم ویلي چې نور به د ننګرهار والي د کونسلګرۍ په چارو کې مداخله نه کوي.
ډیلي ټایمز وايي چې په جلال اباد کې به د پاکستان کونسلګري ښايي په ۲۴ ساعتونو کې بېرته پرانستل شي.
دي نیوز ورځپاڼې هم په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ د بیا پرانیستل کېدو په اړه د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ټېلفوني خبرو او په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی څرګندونو ته په اشارې ویلي چې دواړو وزیرانو په دې ټېلفوني تماس کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پر پلان هم خبرې وکړې.