سلیمان کاکړ

تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال سلیمان کاکړ نن /سې شنبه/ له خپلې دندې استعفا وکړه.

کاکړ، چې د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر له استعفا وروسته دنده پرې ایښې، په خپل استعفالیک کې کښلي:

«په تېرو څلورو کلونو کې مې د ولسمشر او ښاغلي اتمر ترڅنګ په صداقت وظیفه اجرا کړه او اوس د یو لړ ستونزو له کبله نه شم کولی چې دندې ته دوام ورکړم، نو غواړم چې کار پرېږدم.»

تر سلیمان کاکړ ۱۰ ورځې وړاندې محمد حنیف اتمر د ملي امنیت له سلاکارۍ استعفا وکړه.

د ښاغلي اتمر له استعفالیک څخه څرګنده شوه چې له ولسمشر سره یې پر ځینو موضوعاتو اختلاف درلود.

اتمر په تېرو ۴ کلونو کې تر ټولو مطرح او مهم چارواکی و چې د ملي یووالي په حکومت کې استعفا کوي.

پرون د ملي دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال تمیم عاصي هم استعفا وکړه. عاصي ویلي چې د دې لپاره یې استعفا کړې چې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *