تاند- دا ریکشا یا درې ټایره موټر په مزارشریف کې یوه افغان شرکت جوړ کړی دی.
د دې برېښنايي یا الیکترونیکې ریکشا جوړوونکي ځوانان وايي چې په هغې کې د چلوونکي په ګډون څلور تنه سپرېدای شي.
د دې ریکشا بیه ۱۱۵ زره افغانۍ، چې د ۱۵۶۴ امریکايي ډالرو معادل دي، ټاکل شوې ده.
د افغانستان د الیکترونکي ریکشا د جوړوونکې کمپنۍ مرستیال مصطفي نیازی وايي، د دې ریکشا بېټرۍ په یو وار چارج ۷۰ کیلومتره مزل کولی شي.
د جوړوونکې کمپنۍ په وینا دا ریکشا نه تېلو او نه ګاز ته اړتیا لري.
مصطفي نیازی وايي چې ریکشا یې په بشپړ ډول په افغانستان کې جوړه کړې خو ځینې پُرزې یې بهرنۍ دي.
ښاغلی نیازی وايي چې حاضردمه ۵ ډوله ریکشاوې جوړوي.