تاند- په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، په یوه ظاهراً نفوذي حمله کې د دوی یو پوځي وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د دې ځواک په وینا ټپي شوی سرتېری یې له خطره وتلی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په خبرپاڼه کې راغلي«زموږ د پوځي قرباني، چې د افغانستان د ساتنې لپاره په خپله خوښه افغان ماموریت ته تیار شوی و، د هغو ټولو لپاره چې دی یې پېژانده یا یې نه پېژني غمیزه ده.»
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو نوي قوماندان جنرال سکاټ میلر په یوه خبرپاڼه کې ویلي«زموږ دنده اوس دا ده چې د هغه درنښت وکړو، کورنۍ ته یې پام وکړو او خپل ماموریت ته دوام ورکړو.»
میلر پرون په افغانستان کې له پخواني قوماندان جنرال جان نیکلسن څخه د غوڅ ملاتړ ماموریت قومانده رسماً واخیسته.
تراوسه پورې غوڅ ملاتړ ماموریت د وژل شوي او ټپي پوځي د هویت او ملیت په اړه څه نه دي ویلي خو په افغانستان کې د دېره ۱۶ زره پوځیانو لویه برخه د امریکايي پوځیانو ده.
د دغه پوځي له وژل کېدو سره په روان ۲۰۱۸ م کال کې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د تلفاتو شمېر ۶ تنو ته ورسېد.