مصطفی نیازی

تاند- افغان مخترع مصطفي نیازي په کاناډا کې د اختراعګانو په نړیوالو سیالیو کې ۲ جایزې وګټلې.

ښاغلي نیازي د کاناډا د اختراعاتو د نړیوالو مسابقو د سپینو زرو، د رومانیا د ګالاتي پوهنتون ځانګړې جایزه او د اختراع کوونکو د فکري مالکیت د نړیوالې ټولنې (WIIPO) ځانګړې جایزه وګټله.

د کاناډا د اختراعاتو په نړیواله سیالۍ کې د افغانستان د اختراع کوونکو ټیم ګډون نه و کړی خو مصطفي نیازي په انفرادي ډول د افغانستان د رڼا خصوصي پوهنتون د نوښتونو او خلاقیتونو د مرکز له لوري ګډون کړی و.

د کاناډا د اختراعکانو په نړیواله سیالۍ کې د نړۍ د ۴۲ هیوادونو نژدې ۳۵۰ اختراع کوونکو ګډون کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *