تاند- د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان په وروستۍ یوه اوونۍ کې ۳ ځلې د پوځ له لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه سره لیدلي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د عمران خان او باجوه لیدنو ډېر خلک حیران کړي دي.
خو یو شمېر نور بیا وايي چې د عمران خان او باجوه لیدنې په دې خاطر د حیرانتیا وړ نه دي چې عمران خان د پوځ له لوري واک ته رسول شوی دی.
ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې د صدراعظم او لوی درستیز پر له پسې کتنې کېدای شي د دې معنا ولري چې د دواړو خواوو ترمننځ همږغي ډېره ده.
د پاکستان حکومت د رسنیو د حیرانتیا په ځواب کې ویلي چې دا کتنې له تروریزم سره د مبارزې او د ځینو امنیتي اندېښنو د پای ته رسولو پر سر د سلامشورو لپاره شوي دي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پاکستان ته سفر وکړي. دا به له صدراعظم کېدو وروسته له عمران خان سره د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي لومړنۍ کتنه وي.
د پاکستان صدراعظم او لوی درستیز وروستی ځل د عمران خان په کور کې سره ولیدل خو تر دې وړاندې عمران خان د جنرال باجوه د لیدو لپاره ۲ ځلې د پوځ د قوماندانۍ مرکز ته تللی و.
د دواړو لیدنو د پاکستان په خلکو کې هغه باور نور هم زیات کړی چې پوځ د تحریک انصاف تر شا ولاړ دی او په انتخاباتو کې یې د دغه ګوند ملاتړ کړی دی.
په همدې حال کې ویل کېږي چې پوځ هڅه کړې چې د اپوزیسیون کاندید ولسمشر غوره نه شي. مولانا فضل الرحمان د اکثرو ګوندونو له لوري د ولسمشرۍ چوکۍ ته کاندید و خو په وروستیو شېبو کې پیپلز ګوند د فضل الرحمان له ملاتړه لاس واخیست.
د متحده مجلس عمل ګوند او د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند تور لګولی چې پیپلز ګوند په پټه له تحریک انصاف سره لاس یو کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د پاکستان د پارلمان غړي نن /سې شنبه/ په خپلو رایو ولسمشر وټاکي.