ډاکتر عارف علوي

تاند- د پاکستان د ملي جرګې، سنا جرګې او ایالتي جرګو استازي نن /سې شنبه/ د هیواد ۱۳ ولسمشر غوره کړ.

د تحریک انصاف کاندید ډاکتر عارف علوي د رایو اکثریت ترلاسه کړ او ولسمشر انتخاب شو.

د ملي جرګې او سنا جرګې د غړیو له ۴۳۰ رایو څخه ډاکتر علوي ۲۱۲ رایې، مولانا فضل الرحمن ۱۳۱ او د پیپلز کاندید اعتزاز احسن ۸۱ رایې ترلاسه کړي او ۶ رایې رد شوي دي.

په سند ایالت کې د پیپلز کاندید اعتزاز احسن ۱۰۰ رایې، ډاکتر علوي ۵۶ او څو نورې مولانا فضل الرحمن ګټلي دي.

په خیبر پښتونخوا کې له ټولو ۱۰۹ اچول شویو رایو څخه ډاکتر علوي ۷۸، مولانا فضل الرحمن ۲۶ او اعتزا احسن ۵ رایې اخیستي دي.

په بلوچستان کې د تحریک انصاف ډاکتر علوي له ټولټال ۶۰ اچول شویو رایو ۴۵ ګټلي دي.

د پنجاب د رایو دقیق شمېر لا څرګند نه دی.

د پاکستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تراوسه پورې د رایو رسمي پایله اعلان کړې نه ده.

د پاکستان د پارلمان غړي نوي ولسمشر ته رایې ورکوي

تاند- د پاکستان د ملي جرګې، سنا جرګې او ایالتي جرګو استازي نن /سې شنبه/ د هیواد ۱۳ ولسمشر غوره کوي.

باور کېږي چې د تحریک انصاف کاندید ډاکتر عارف علوي به ولسمشر انتخاب شي ځکه چې د اپوزیسیون ګوندونو ترمنځ درز راغی او رایې یې په ۲ برخو ووېشل شوې.

دا شېبه د رای ورکولو بهیر دوام لري او ژر به یې نتیجه اعلان شي.

د ده په وړاندې د یو شمېر مخالفو ګوندونو له لوري مولانا فضل الرحمان او د پیپلز ګوند له خوا اعتزاز احسن کاندیدان دي.

د اپوزیسیون ګوندونو هڅه وکړه چې د پیپلز ملاتړ هم د فضل الرحمان لپاره خپل کړي خو پیپلز ګوند په وروستیو شېبو کې خپل نظر بدل کړ.

د پاکستان ملي اسمبلۍ، سنا جرګه او صوبايي جرګې ټولټال ۱۱۷۴ چوکۍ لري خو نن د ولسمشر په ټاکنه کې ۱۱۲۱ تنه رایې ورکولی شي ځکه چې ۵۳ چوکۍ په دې خاطر خالي دي چې ځینې کاندیدانو څو چوکۍ ګټلي او په څو نورو باید له سره انتخابات وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *