خبرپاڼه

ورځ :   سه شنبه

نېټه :    ۱۳/   ۰۶  /  ۱۳۹۷

د غالۍ اوبدلو او کارګاه د توزېع پرورګرام د کلیو د بیا رغوني او پراختیا وزارت لخوا د سه شنبې په ورځ په کندهار ولایت کښي د مرستیال والي لخوا د پټۍ په پرېکولو سره پیل سو .

د پروګرام د پیل په مراسمو کښي مرستیال والي عبدالحنان منیب، د کلیو د بیا رغوني او پراختیا ریاست رئیس محمد نسیم ایوبي، د دغه پروګرام مسؤلینو، میرمنو او ځوانانو کډون کړی وو .

په مراسمو کښي د کلیو د بیا رغوني او پراختیا ریاست رئیس وویل : دغه ریاست او وزارت په کندهار کښي د بېلابېلو برنامو له لاري د محلي حکومتولۍ د قوي کولو، اجتماعي رفاع او ثبات او د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا په موخه کار کوي، نوموړي زیاته کړه داځل يې د فزیکي پروژو او ساختماني انکشاف سره سره د کلیوالۍ مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د غالۍ اوبدلو پروګارم په لاره اچولی دی .

د ښاغلي ایوبي په خبره دغه یو بنیادي پروګرام دی چي د پنځو کالو لپاره به د کندهار په ارغنداب، ډنډ، دامان او ژړۍ ولسوالیو کښي دوام وکړي او ۵۰۰ هغو کسانو ته چي هم بیرته راستنیدونکي وي او هم د ولسواليو ځايي اوسېدونکي وي ( مېرمنو او ځوانانو ) ته به د غالۍ اړونده کارګاه او مواد وېشي او همدارنګه به دغو کسانو ته د غالۍ اوبدلو په برخه کښي د لنډ او اوږد مهاله زده کړو مرکزونه هم دائر کړي ترڅو په دغه برخه کښي سمي زده کړي ورکول سي .

نوموړي د ټولو ګډون کوونکو څخه وغوښتل چي د دغه ماشینونو په خوندي ساتلو کي پوره هڅه او کوښښ وکړي او په احتیاط او ښه ډول يې استعمال کړي .

همدارنګه مرستیال والي عبدالحنان منیب د کلیو د بیا رغوني وزارت او د دغه ریاست د مسؤلینو څخه ځانکړې مننه وکړه چي د بیرته را ستنېدونکو، میرمنو او ځوانانو د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کښي پوره هڅه کوي او د دا ډول ګټورو پروګرامونو زمینه ورته برابره وي، نوموړي زیاته کړه : زموږ یوشمېر مېرمني او ځوانان د زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي خو د دغه پروګرام له لاري به وکولای سي چي تر زیاته حده خپلي اقتصادي ستونزي حل کړي .

ښاغلي منیب وویل : ولایتي اداره هم د مېرمنو د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کښي پوره هڅه کوي او په دغه برخه کي يې يوشمېر پروګرامونه پلي کړي او د یوشمېر پر پلی کولو اوس کار روان دی، د هغه په خبره دغه د غالۍ اوبدولو تولیداتو ته به په نړیواله او ملي کچه د مارکېټینګ او بازار موندني په برخه کي ولایتي اداره او ملي تجاران په پوره هڅو سره د امکان ترحده زمینه مساعده کړي او پدي سره به د هغوئ اقتصاد لاهم پیاوړي سي .

مرستیال والي عبدالحنان منیب د کلیو د بیا رغوني او پراختیا د ریاست له مسؤلینو او یو شمېر نورو اړوندو مرستندویه ادارو له استازو څخه وغوښتل چي د مېرمنو او ځوانانو د اقتصاد د پیاوړتیا او هغوئ ته د کار د زمینه سازۍ په برخه کښي زیاته هڅه وکړي، هغه د ګډون کوونکو څخه هم وغوښتل چي له دغه پروګرام څخه استفاده وکړي او د ما شینونو په خوندي ساتلو کښي يې پوره هڅه وکړي .

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *