تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ امر وکړ چې د هغو تذکرو او سټېکرونو په اړه دې فوری تحقیقات وشي چې یو شمېر ګوندونه وايي جعلي جوړ شوي دي.
د لوی ملي ايتلاف په نوم یو شمېر ګوندونو او ناراضو سیاستوالو د شنبې په ورځ /سپټمبر ۱/ رسنیو ته په زرګونو تذکرې او سټېکرونه ښکاره کړل؛ ویې ویل چې دا تذکرې او سټېکرونه د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلۍ لپاره جعل شوي دي.
د ارګ له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر غني د لویې څارنوالۍ په مشرۍ یو پلاوی ګومارلی چې له ۱۳۹۶ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۷ پورې ټولې توزیع شوې تذکرې وڅېړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په دې پلاوي کې به د افغانستان د ملي امنیت د ریاست، کورنیو چارو وزارت، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون، د احصایې د مرکزي ادارې او د نفوسو د احوال د ثبت ادارې غړي هم شامل وي.
پلاوی به مسوولیت لري چې هغه مامورین او چارواکي په ګوته او عدلي – قضايي اورګانونو ته معرفي کړي چې جعلي تذکرې یې صادرې کړي دي.
تراوسه پورې د ايتلاف غړیو د ولسمشر غني د امر په اړه، چې د مشکوکو تذکرو د څېړنې په اړه یې کړی، څه نه دي ویلي.