د افغانستان د تلپاتې پراختیا د موخو اجرایوي کمېټې نن خپله ناسته په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ وکړه.

په دې ناسته کې د اجنډا له مخې لومړی د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور د افغانستان د تلپاتې پراختیا د موخو په اړه تر 2020 کاله پورې د دوو ملي سندونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د دې سندونو په اړه د ټولو وزارتونو نظریات راټول شوي او د مسودې له نهايي کېدو وروسته به له ټولو ادارو سره د وروستۍ کېدو 50لپاره شریکه شي.

هغه زیاته کړه، چې له 2020 کاله تر 2030 کاله پورې به د دې موخو لپاره جلا سند جوړ شي او افغانستان به دې موخو ته د رسیدګۍ لپاره په جدي ډول هڅې کوي.

ډاکټر مستور ټینګار وکړ، چې د یادو سندونو د ژبې په ساده کولو او د اصطلاحاتو په اسانه کولو کې هڅې شوي؛ خو ټینګار یې وکړ چې اړونده ادارې هم باید د دې سند د ساده او عام فهمه کولو لپاره هڅې وکړي.

د ناستې د اجنډا له مخې د مالیې وزارت چارواکیو د جینوا کنفرانس د چمتووالي په اړه غونډې ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د دې ناستې له جوړېدو وړاندې باید افغانستان د تلپاتې پراختیا موخو دوه ملي سندونه بشپړ کړي.

هغوی وویل، چې د جینیوا کنفرانس او له هغې وړاندې د عالي رتبه ناستې لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی؛ خو د حکومت د رهبرۍ له لوري تر وروستۍ پريکړې وروسته به د دې ناستې لپاره تخنیکي چارې پيل شي.

دغه راز بهرنیو چارو وزارت د ویانا د عمل پروګرام په اړه د وزارتونو نظریات ور رسېدلي؛ خو په وینا یې چې تر اوسه نهايي نه دي. او زیاته یې کړه چې د دې نظریاتو له انګلیسي کولو وروسته به نهايي مسوده له وزارتونو سره شریکه شي.

د هېواد اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې تر اوسه د افغانستان د تلپاتې پراختیا د موخو او هم د جینوا کنفرانس لپاره چمتووالی ښه رون دی؛ خو ټینګار یې وکړ، چې ټول مسایل باید خورا دقیق او په پوره همغږۍ سره ترسره شي.

اجرائيه رئيس وویل، دا یو ښه فرصت دی چې افغانستان د جینوا له کنفرانس څخه چې د افغانستان او ملګرو ملتونو په رهبرۍ او همکارۍ ترسره کېږي استفاده وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *