ودان روښان
څلویښت کاله وشول چې د اسلام پتنګان او سرسپارلي لګیا دي ښوونځیو ته نصیحت کوي، ګواښونه ورته کوي، ړنګوي یې، په بمونو یې الوزوي، پر توغندیو یې ولي ان لوټې لوټې یې کوي خو دا د کافر او بې دینه زامن هیڅکله له خپل عمله نه اوړي او بیا هم هماغسې بې دینه پاتې، نه مسلیمانېږي او ایمان نه راوړي. د اسلام د لارې پتنګانو په یو تازه او في سبیل لله جهاد کې د پکتیکا مرکز ښرنه کې د حضرت بلال او د سید جلال بخاري لېسې په بمونو الوزولي او د خواجه خېلو لېسې اداره یې پر توغندي ویشتلې. سره له دې چې دغو بې دینه ښووځیو ته د اسلام پتنګانو څو څو ځله خبرداری ورکړی و چې له بیدیني لاس واخلي خو دغو ښوونځیو ته چې خدای هدایت نه و کړی او په کفر کې روان وو نو ځکه خو د اسلام د لارې پتنګان اړ شول چې في سبیل لله جهاد پرې جاري کړي او د خپلو الحادي عملو په سزا یې ورسوي.
+++
درنو لوستونو!
دا مې هسې د زړه له درده د طنز په بڼه یو څه ولیکل خو رښتیا خبره دا ده چې له څلویښتو کالو راهیسې د افغانستان ښوونځي تر بریدونو لاندې دي. په دغو څلویښتو کلونو تر بلې هر برخې د افغانستان پوهنیز ډګر ته خورا درانه او نه جبرانېدونکي زیانونه واووښتل چې ټکانونه به یې ډېرې لسیزې احساس او څونسله به یې تاوان پرې کوي خو له یاده ونه باسو چې دغه دروند زیان نه تصادفي توګه او نه هم په ناخبري او تېروتنه کې افغانستان ته اووښتی بلکې د یوې منظمې او له وړاندې چمتو شوې کړنلارې له مخې اړول شوی دی. کله چې پر افغانستان د خدای قهر د ۱۳۵۷ کال د غوایي پر ۷ نیټه نازل شو او سور تاوون پرې ولګېد ورسره د افغان ولس بدمرغي پیل شوه. له دې کرغېړنې پېښې سره سم تر ټولو لومړی لوستی پاړکی ترمرګوني برید لاندې راغی. خلقیانو پرچمیانو لومړی د هېواد لوستو کسانو پسې راواخیسته، په بېلابېلو نومونو او پلمو یې لوستي کسان څوک ژوندي ترخاورو لاندې کړل، څوک یې له الوتکو راوغورزول، څوک یې په ګولیو غلبیل غلبیل کړل او څوک یې په نورو بڼو له منځه یووړل.
کله چې ولس له دغه حالته په تنګ راغی له ناچارې ورځې یې وسلې ته لاس او د سر خوندي کولو په موخه یې ګاونډیو هېوادو ته پنا یووړه. دغه وخت نو د افغانانو د سروینو ته ناست ګاونډي پاکستان ته خدای ورکړه. پاکستانيانو له په لاس ورغلې موقع په ګټنې د افغانستان سوزولو له خپل پخواني پلان سره سم د نورو زیانونو ترڅنګ لومړی د افغانستان پر پوهنیز ډګر ګوزارونو ته زور ورکړ. د هغه وخت ټولو خلکو ته یاد دي چې د تره کي رژیم پر ضد پاڅون لومړی پیغام د ښوونځي سوزول و. په هره سیمه کې د هغه وخت حکومت پرضد جنګ یا جهاد د ښوونځي له سوزېدو پیل شو. دا سمه ده چې افغانان د رژیم له لاسه په تنګ راغلي وو خو جهاد بیا د ښوونځي سوزول نه دي. له بده مرغه دلته جهاد له دغه ځایه پیل شو چې دا له تردید پرته د نورو پروژه او پلان و خو افغانانو پردې خبره هغه د کندهاریانو خبره سر نه خلاصولو.
د حیراني خبره خو داده چې یوه ورځ یو پخوانی اوسقال مجاهد د یوې رسنۍ په ګردي میز کې سوچ منکر شو چې ښوونځي دوی نه دي سوزولي او نه یې دي وران کړي، بلکې دا د هغه وخت د رژیم کار و چې د مجاهدینو نوم بدولو له پاره یې دغه ډول کارونه کول دغه سړي په دېره سپین سترګي دعوه وکړه چې ددوی ډلې نه یوازې ښوونځي نه دي سوزولي بلکې جوړ کړي یې هم دي، خو ده کوم ځای ونه ښوده چې ګنې دوی دې په کې شوونځی جوړ کړی وي.
خو راځئ دا خبره سپینه ووایو که څوک خپه کېږي یا خوشالېږي خوښه یې خپله او هغه دا چې د روس پلوه رژیم پلوه رژیم پر سرلارو د بل هر ډول ناوړه عمل ترسره دعوه ثابتېدی شي لکه ظلم، روسانو ته چوپړ، وطن پلورنه، وژنې او نورو غیر انساني او غیر اخلاقي کړنو خو دا به انصاف نه وي چې څوک ووایي هغوی ښوونځي هم سوزولي دي، په دې اړه هیڅوک سند نه شي وړاندې کولی خو عکس یې هغوی چې د پاکستان او ایران پروژې پلې کولې په هیڅ ډول د ښوونځیو سوزولو، ښوونکو، زده کونکو او نورو بې ګناه لوستو کسانو وژلو له تورونو ځانونه، نه شي سپینولی.
څوکاله مخکې په یو واده کې یو پېژندل شوي جمعیتي مشر پردې خواشیني وښوده چې ولې په کانکور ازمنوینه کې لږ شمېر بدخشانیان بریالي کېږي؟ خو لنډپاري او پوچ خولي ستمي فیض الله جلال له ځنډ پرته له کنځلې سره مل ورغبرګه کړه، هغه وخت دې چې د ولسوالۍ ښوونځي ته اور اچولو ولې دې دغه فکر نه کولو چې اوس پرې خواشيني ښیې؟ جمعیتي سر ټیټ واچولو او خبره یې بلې خواته واړوله.
پر دې اوس هر ضمسر والا انسان پوهېږي چې د ښوونځیو سوزول او د افغانستان څونسله له زده کړو محرومول د بهرنیو استخباراتي شبکو زړه پروژه ده چې څلویښت کاله وړاندې پیل او تر ننه یې پر خپلو لاسپوڅو او ګوډاګیانو پلې کوي. دا په رښتیا ترټولو خطرناکه او مضره پروژه ده چې په افغانستان کې پلې کېږي. همدا اوس چې په سویل، سویل لوېدیځ، سویل ختیځ مرکزي، ختیځ، شمال ختیځ ولایتونو کې له شاوخوا ۱۴ کالو راهیسې له یو نیم زر ډېر ښوونځي ویجاړ، سوزېدلي یا یې دروازې د زده کونکو پرمخ تړلي او په دې سره هر کال زده کړو ته برابر میلیونونه ماشومان نالوستي پاتې کېږي، دغه قوم ته نه اټکلېدونکی زیان اړوي. دغه زیان همدا اوس هم احساسېږي خو که ولس خپله دغه بهیر ونه دروي څو کاله وروسته به له داسې ناورین سره مخ شي چې دا کمزورې ګوتې یې د لیکلو توان نه لري.
لرې نه، دغه درې ښوونځي چې همدا اوس په ښرنه کې ویجاړ کړای شوي که په منځنۍ کچه په هر یو کې ۲ زره زده کونکو زده کړې کولې نو د درې ښوونځيو زده کونکو شمېر ۶۰۰۰ ته رسېږي اوس اټکل وکړﺉ چې که دغه ۶ زره زده کونکي له زده کړو پاتې شي لومړی خو د ۶ زره کورنیو راتلونکې پر اوبو لاهو شوه، همداسې یې اغیز د ولایت او هم د دغه ولس پر برخلیک اټکل کړﺉ!
اوس نو د میلیونونو له زده کړو پاتې شویو برخلیک اټکلېدی شي.