ګټور نباتات کتاب په همدې اونۍ کې له چاپ راووت. کتاب تر ډېره هغه نباتات تر مطالعې لاندې نیسي چې په انساني ژوند کې ارزښت لري او انسانان په خپلو ورځنیو چارو کې ګټه ترې پورته کوي. دغه کتاب له څو اړخونو مهم دی. یو خو دا چې په پښتو ژبه دغه ډول علمي کتابونه خورا کم لیکل شوي. بل دا چې د نباتاتو او خوراکي توکو په اړه وروستۍ څېړنې او معلومات پکې ځای پر ځای شوي او بله دا چې په روانه پښتو ژبه لیکل شوی دی او لوستونکی ژر هدف ته رسولی شي. دا خبره مې ځکه وکړه چې ډېر کله علمي کتابونه د سختو اصطلاحاتو د موجودیت له امله لوستونکی له ستونزو سره مخ کوي.
(ګټور نباتات) کتاب د کابل پوهنتون استاد (پوهنمل محمد حامد همدرد) لیکلی دی. دغه کتاب په اصل کې د کابل پوهنتون د بیولوژي څانګې په څلورم ټولګي کې د تدریسي کتاب په توګه لوستل کېږي. همدا راز ددغه پوهنتون په نورو اړوندو پوهنځیو، لکه زراعت، فارمسۍ او چاپېریال ساتنې په پوهنځیو کې هم تدریس کېږي. پر کتاب د کابل پوهنتون د بيولوژي څانګې وتلي او تکړه استاد نور احمد میرازي تقریظ لیکلی دی. هغه ویلي چې ددغه ډول کتابونو لیکلو ته سخته اړتیا ده او د استاد حامد همدرد کار یې ستایلی دی.
(ګټور نباتات) کتاب په اوو څپرکو وېشل شوی دی. په لومړي څپرکي کې پر هغو نباتاتو خبرې شوې چې د خوراکي توکو په توګه کارول کېږي. په دې برخه کې د هر نبات، ګټې، د معدني موادو اندازه او هغه ځمکه چې پکې وده کوي، په ګوته شوي دي. په دویم څپرکي کې هغه نباتات راغلي چې په څښاک کې ترې ګټه اخیستل کېږي. په دې کې قهوه، چای، کاکاو او نور نباتات شامل دي. په درېیم څپرکي کې د هغو نباتاتو په اړه خبرې شوې چې د درملو په جوړولو کې کارول کېږي. څلورم څپرکی د نباتي الیافو په اړه دی. هغه نباتات یې تشریح کړي چې الیاف ترې ترلاسه کېږي. په پنځم څپرکي کې د هغو نباتاتو یادونه شوې، چې رنګونه ترې جوړېږي. په شپږم څپرکې هغه نباتات تشریح شوي دي چې ربړ ترې جوړېږي او په اووم څپرکي کې یې بیا هغه نباتات تشریح کړي دي چې د هغو له لرګي په صنعت او نورو برخو کې کار اخیستل کېږي.
دا کتاب څو ځانګړنې لري. یو دا چې لومړی د هرې ډلې نباتاتو په اړه لنډ معلومات ورکړل شوي دي. بیا د هر نبات د پیدایښت لومړی ځای او موده په ګوته شوې ده. ورپسې همغه نبات تشریح شوی دی او ګټې یې په ګوته شوې دي. بیا یې په یوه جدول کې دا په ګوته کړې چې دغه نبات څومره مدني مواد لري او په انساني ژوند کې یې ارزښت څه شی دی. نو له همدې امله یې لوستل یوازې د محصلینو لپاره نه بلکې د هر چا لپاره ګټور دي. ځکه د انسانانو ژوند په طبعیت او هغو نباتاتو پورې تړلی چې په طبعیت کې دي. ښه به وي چې انسان د خپلې اړتیا وړ څېزونو په اړه نسبي معلومات ولري او له دې معلوماتو د خپلې روغتیا او سالم ژوند په موخه ګټه پورته کړي. کتاب ټولټال ۱۴۴ مخه دی. اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دی او مینه وال یې کولی شي دغه کتاب له یاد کتابپلورنځي او یا د ښار له نورو کتابپلورنځایونو ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *