دا چې سیاست ددولت یا په بله معنی دنظام علم دی نو په سیاسي علومو کې د نظام دبنسټ په هکله خورامهم بحث شوی یعنې دا چې نظام او دولت څنګه او ولې رامنځته شوی؟

د دې پوښتنې د ځواب لپاره د سیاسي علومو پوهانو ګڼ ځوابونه موندلي چې ترټولو مهم او اساسي ځواب یې دا دی، دوی وايي چې په سرکې د ټولنې خلکو ډیر دربدره  ژوند درلود او د ناخوالوسره لاس او ګریوان وه یوپربل یې تیري کول او دهیچا ژوند نه وه مصؤن. ددوی آزادۍ پوله نه درلوده او له خپلو آزادیو یې داسې ګټه پورته کوله چې نورو خلکوته یې زیان رساوه.

نو دټولنې خلک ددې لپاره چې له دې ناخوالوخلاصون پیداکړي پخپل منځ کې سره کښیناستل او ددې ستونزې دحل لارې په لټه کې شول، دوی دیادې ستونزې دلمنځه وړلو او دسوکاله ژوند دترلاسه کولو لپاره داسې حل راویست چې سره دوه ډلې شول اوپخپل منځ کې یې سره تړون وکړچې یوه ډله خلک به دنورو هغو چارې پرمخ بیايي او ددوی نماینده ګي به کوي او هغه بله ډله به یې په مقابل کې له خپلې بې پولې آزادۍ تیریږي او پوله به ورته ټاکل کیږي ترڅو نور زیانمن نه کړي.

همغه وه چې له دې حالته نظامونه او په اوسنۍ اصطلاح دولتونه رامنځته شول، نو ویلای شوچې نظامونه دټولنې له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي او اساس یې دخلکو ضرورت ده ولسونو دخپل ژوند دبقاء لپاره نظامونه رامنځته کړي نه داچې نظام یوه اضافي پدیده ده او اړتیا یې نشته.

لکه څنګه چې دنظامونو دتاریخ له مطالعې داجوته شوه چې نظام ددوه اړخونو یعنې حاکم او مادون دتړون په ترڅ کې رامنځته شوی نو بقا‌ء اوښه راتلونکې یې هم ددواړه لوریو د خپلې کړې ژمنې په وفا کې نغښتې. داچې ټولنه بې نظامه پرمخ نه شي تللای او دنظام شتون پکې یوه بنسټیزه اړتیا ده دافغانستان ولس دنظام دنه شتون تجربې ډیرې کړي او اړتیا یې ښه احساس کړې نو دې ولس ته هم په کارده چې سره دنیمګړتیا اوخلاوو چې زمونږ نظام یې لري اوسنی نظام خپل نظام وګڼي او دخپل نظام ساتنه او ملاتړوکړي کنه دابه دنظام په مقابل کې ناشکري وي او دنظام بقا‌ء او غښتلتیا ددوی په لاس کې نغښتې.

دیوغښتلي نظام د درلودو په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *