دا خبر بیا بیا تازه کېږي
تاند- له لومړۍ چاودنې نژدې یو ساعت بله چاودنه د پېښې په ځای کې وشوه چې له کبله یې خبریالان، او د پېښې د لیدو لپاره راټول شوي کسان په نخښه کړل.
راپورونه وايي چې په دوهمه انتحاري حمله کې ۲ خبریالان وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې په دواړو چاودنو کې ټولټال ۲۰ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ژوبل شوي دي.
وژل شوي خبریالان د طلوع دي خو ټپي خبریالان د یک او خورشید تلویزیونونو دي.
تراوسه لا کومې تروریستي ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې تراوسه د ۴ تنو وژل کېدا او د ۱۸ ټپي کېدا تاییدوي. د دې وزارت ویندوی وحید مجروح وویل چې روغتونونو ته د ۴ تنو مړي او ۱۸ ټپیان رسول شوي دي خو وېره ده چې د تلفاتو شمېر تر دې ډېر وي.
لومړنی خبر:
د کابل په یوه سپورتي کلب کې انتحاري حمله شوې
تاند- د کابل د دشت برچي په قلعه ناظر سیمه کې په یوه سپورتي کلب کې انتحاري حمله شوې ده.
لومړني راپورونه وايي، چاودنه داسې مهال وشوه چې په میوند کلب کې د غېږنیولو مسابقه روانه وه او ګڼ شمېر خلکو یې ننداره کوله.
شاهدان وايي چې ډېر کسان یې په وینو کې لت پت لیدلی خو تراوسه د تلفاتو دقیق شمېر معلوم نه دی.
د کورنیو چارو وزارت هم پېښه تاییدوي خو د نورو جزییاتو له ورکولو تر دې دمه ډډه کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحید مجروح وايي چې تراوسه پورې روغتونونو ته د یوه تن مړی او درې ټپیان رسول شوي دي.
دا خبر بیا بیا تازه کېږي.