تاند- د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) د افغانستان د هوايي ځواک د ملاتړ لپاره له (Sierra Nevada Corp) شرکت سره د نژدې ۲ ملیارد ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړ.
پینتاګون نن /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، (Sierra Nevada Corp) شرکت ته یې، چې په کلورادو کې دی، د یو ملیارد او ۸ سوه ۸۰ ملیون ډالرو قرارداد ورکړ.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې دا شرکت به خپل کار د جورجیا په مودي هوايي اډه، او د افغانستان د کابل، کندهار او مزارشریف په هوايي ډګرونو کې وکړي.
ټاکل شوې ده چې دا کمپنۍ خپل کار د ۲۰۲۴ م کال د دسمبر تر ۳۱ پورې بشپړ کړي.
امریکا او د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د افغان هوايي ځواک ظرفیتونه لوړ کړي.
په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې غوڅ ملاتړ ماموریت مخکې ویلي و چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به د افغان هوايي ځواک شمېر او امکانات درې برابره زیات کړي او د نورو وسایلو ترڅنګ به ګڼې الوتکې ورکړي.
سږ کال په ډېرو جګړو کې افغان هوايي ځواک مهم رول ولوباوه.