د رباب غږ مې ځکه خوښېږي، چې مستقیماً مې پر ذهن تاثر کوي او د دغه صوت تیتېدونکي ذرات مې له ذهنه په تللو رګونو کې تر زړه رسي او د لاشعور تر کنټرول لاندې ستنې یې ورته د ښه راغلاست په پار په ملا کږېږي.
لنډۍ ده:
اول مې فکر درته نه و
اوس مې د زړه ستنې کږې در پسې دينه
پورتنۍ لنډۍ مو سترګو ته د عاشق او معشوقې ترمنځ د عشق د خام دېوال تصویر ږدي. خام دېوال یې ځکه بولم، چې دا د ماضي یوه صحنه وي او پر دې خو مو سر سره خلاص دی، چې د ژوند دا بُعد(ماضي) ټول د انسان له ورستو یادونو ډک دی؛ خو که د دې زمان بل اړخ ته فکر وکړو؛ نو د ارزښت په اړه یې ویلای شو، چې دا له عدم وروسته د انسان د تفکر لومړۍ کړۍ او د بشر لومړی حیات یې بللی شو. د انساني فطرت پر اساس د خالق ټول مخلوقات په دې دور پسې د ارمان چغې وهي او د ژوند ساکنوالی نه مني.
ډېری کسان وايي، انسان باید هېڅکله په ماضي کې ایسار نهشي، په حقیقت کې ژوند د حال د شېبو ډکول دي؛ خو یو شمېر نور بیا وايي، چې که ماضي نه وای، په دې سیاره کې به انساني تظاهر په تمامه مانا ناممکن و.
له دې به تېر شو، خبره مې پر موسیقۍ کوله. موسیقي په حقیقت کې له شعره زیږېدلی هنر دی؛ خو تر ډېره بېهنره کسان ترې استفاده کوي، زه یې درته ثبوتوم.
په “څراغ” کتاب کې استاد غضنفر په یوه مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: ((موسیقي نه اورم، کله چې مې زړه ورته وشي، هڅه کوم چې ځان په بل څه بوخت کړم.))
که فکر وکړو هنرونه تل له یو بل سره په ټکر کې دي؛ خو د ښکارندو په همغږیتوب دا ټکر ډېره مبهمه بڼه لري، یانې هر څوک نه پرې پوهېږي. په دې برخه کې یو عظیم ټکر د حال او موسیقۍ دی. زه چې کله موسیقي اورم، تاسې باور وکړئ، له ژونده مې لاس پر شي، ځکه د دې هنري تاثر د اورېدو پر مهال مې خیال “تېر” ته ځي او د ماضي پر خوږو/ ترخو یادونو تېرېږي، آن تر دې چې، ځینې وخت په دې شېبه کې له خپل اصلي کیف سره مخه ښه کوم او ذات مې په ناخوداګاه ډول د جنونیت خواته میلان کوي.
پر دې بنسټ ویلای شو، چې د موسیقۍ اورېدل تر ډېره د بېهنروو کار دی. زه هنرمن هغه چاته وایم، چې ژوند ته په عادي ډول نه ګوري، یانې د خپل حیات پر هره شېبه مثبت غور کوي. د ژوند کولو لهپاره د حال له بېلابېل بُعدونو استفاده کوي، د ماضي خبرې بېبنسټه بولي؛ خو د مهال په دې دور سپکه پښېماني هم نه څرګندوي.