استاد سنګروال

استاد شهسوار سنګروال

د پارسي بي بي سي د پرکاريوه خپرونه مې، چې په دې وروستېيوکې،د يوشمېر ډليزورسنيوله خوا خپره شوه په غورسره وليدله …د خپرونې چلوونکی لندن مېشتی ايرانی ،ښاغلی کريمي وو.ده په دغه ګردي مېزکې درې څېړونکوته بلنه ورکړې وه،چې د؛ اريايانو په لرغوني تاريخ، د اريا په کلمې، مانا، نژاد او په بېلابېلو ټولنيزو اړخونو خپل اندونه او نظرونه وړاندې کړي …

د دوئ څرګندونې په زړه پورې وې،په ځانګړې توګه د نژاد په تړاوبېيولوژېکي اوژينېتيکي ارزونه د پام وړوه،خويولړڅرګندونې د تامل وړوې،چې څوبېلګې يې په دې ډول دي :

_ لومړئ پوښتنه،په دې ټکوکې نغښتې وه، چې اريايي واژه په کومومتونوکې د لومړي ځل لپاره ترسترګوشوه ؟ يوتن ښاغلي ووېل،چې په ريګويدا،ويداکې اوهمدا ډول اوستا کې،دغه کليمه په لسګونووارزکرشوې ده…دی د هندوانومزهبي کتاب ته ګوته نيسي!؟پوښتنه پيداکېږي،چې د ده موخه د هندوانوله ديني کتاب نه کوم کتاب دی ؟ښکاره ده ،چې د ده هدف اوموخه ويدادی…

له دې څرګندونوښکاري،چې ياخودده معلومات کمزوري دي اويايې دافغانستان په لرغوني تاريخ سترګې پټې کړې!؟

ګڼ شمېرلرغونپوهان اوختيځ پېژندونکي اوس دې پاېلې ته رسېدلي دي،هرڅوک،چې غواړي دلرغونواريايانوپه هکله معلومات ترلاسه کړي،ريښه يې بايدپه افغانستان کې ولټول شي …

دلوديځې نړۍ پوهانودباختري اواريايي ژبوپه تړاوډېرې څېړنې کړې دي،يوشمېريې دې پايلې ته رسېدلي دي،چې داريايانودمورنئ ژبې تاريخ اته زره کالوشاوخواته رسېږي.

داچې دڅېړنيزمېتود له مخې دغه انداونظرڅومره دپام وړدی،په دې تړاولاډېروڅېړنوته اړتياده،ولې دکوموڅرګندونو،چې پخلی کېږي ،هغه دباختري اريايانولومړنی اريايي بنسټ دی،چې دهندوژرمن اوهندواروپايي وګړودتمدن ټاټوبی ګڼل کېږي ،داځکه کوم څه چې دباختري اريايانوتاريخ اودوخت تمدن راپه ګوته کوي ،هغه دويدي اواوستايي سرودونوارزښت دی …تراوسه خودنړۍ ډېرلرغون پوهان پدې انددي،چې ددغه دواړوکتابونوسرودونه په افغانستان کې ويل شوي اوکښل شويدي.

مکس مولر،فرانسوا،النورمانت اونورپه دې انددي،چې داريايانولومړی ټاټوبی دهندوکش شمال،اکسوس اودباخترشاوخواسيمې دي.

ويلسن انګېري،داريايي وګړو،ژبواوقومونويوسترپلازباختردی…دی زياتوي دغه ټاټوبی داصيلووګړواستوګنځاې دی .

موږداوستاخبره وکړه،دغه کتاب دزرتشتراسپنتمان،چې دويست اسپه (ګشتاسپه=ويشتاسپه=ګشتاسپ)معاصرووله خواوکښل سو.

دزرتشت مزهب اواوستا موسس په ګډون،چې دېرش تنه دپاچاښي اودېرش تنه دپاچاکيڼ اړخ ته ناست وو،په يوه سلطنتي مجلس کې ددرې ورځولپاره جرګه شول…په پاې کې زرتشت ټول پوهان په دې قانع کړل،چې دده مذهب ته غاړه کېږدي .

ويشتاسپه سپا رښتنه وکړه،چې داوستا کتاب دغوايانوپه پوستکي وليکل شي،ژبپوهان اولرغون پېژندونکي په دې اند دي،چې دليک دپيداېښت يوځانګړی مستندلاسوند همدغه پېښه ګڼلی شو  .

دلته دی چې داسپه دکورنۍ دغه واکمن دپاراداتا اوکاوي ټبرونوپه پرتله داستاني اواستوروي ځانګړتياوې ترشا پرېږدي اوپه پرتليزه توګه تاريخي پېرته نږدې کېږي …

_ څومره چې داريايي ژبوخبره ده،دنړۍ ډېرې ژبې په تېره هندواروپايي ژبې په خپلوکې خپلوي لري…ويليم جونز،فريدکلدل،جيمز،سي،پريچرډ همدارازنورسنسګرت،يوناني،لاتين،سلتيک جرمني اوسلوتيک ژبوکورنۍ يوه بللې اوپدې يې ټينګارکړی دی،چې ديادوژبوکورنۍ هرومرويوه ده …!؟همدارازپه دغه ګردي مېزکې يوه څېړونکي داخبره هم وکړه ،چې زرتشت هندوستان ته لاړ،ولې نوموړي داخبره ونکړه،چې زرتشت له کوم ځايه هندوستان ته لاړ…ياخودده معلومات نيګړي ول اويايې نه غوښتل،چې دافغانستان نوم واخلي .

_ په دغه بحث کې دهخامنشيانويا دونه هم وشوه ،چې هخامنشيان اريايان دي ،په دې تړاوبايد ووايم،چې ددوئ د واک موده داوستا له پېرنه وروسته ده،داځکه چې دمديا اوهخامنشيانويادونه پکې نه ده شوې …کايګرنامتوختيځپوه او دده په څېرنوروته داخبره ډېره دپام وړوګرزېده اوله دې موهمه داچې داوستا هغه نسخه،چې پارتي ساسانيانودواک په مهال وکښل شوه،په دې کې هم دهخامنشيانواومديانوزکرنه ده شوی…داچې نه ده شوی لوې لامل يي همدادی،چې اوستا لږترلږه ددرې سوه کالوپه شاوخواکې ،دهخامنشېيانوله پېرنه مشردی .

_هخامنشيان هغه مهال دواک اوځواک څښتن شول،چې لومړی ماديانوله اشوريانونه خپلواکي واخسته،نوبيا يې پارسيان هم ترخپلې ولکې لاندې راوستل…په دغه وخت کې کوروش دماديانوپه لښکراوپوځ کې ديوه پوځي په صفت په دنده وګمارل شو.

پارسيان په لسوقبيلوويشل شوي ول،چې ديوې سترې قبيلې نوم يي هخا منش وواوکوروش هم له دغې قبيلې څخه وو…لومړی يې په خپلوهڅوټول يوموټی کړل،په پاې کې دده دهڅوپايله وه،چې په 559مخزيږدي کال يې دماديانوپرځاې دهخا منشيانودټولواکمنۍ بنسټ کېښود…

_دپرکارخپرونې يوه ګډونوال په دې ټينګارکاوه،چې اريايان دروسې له جنوب نه وکوچېدل اوايراه ته دشمال شمال لوديځ اوشمالشرق اودلوې خراسان له لارې راننوتل…لومړی خوپه هغه وخت کې دخراسان نوم نه وه دويم داچې ايران دهخامنشيانواوماديانوله واک نه دمخه دايران په لويديځ ؛دشوش اوپرسيپولس؛ په سيموکې دډبرې په پېرکې بېلابېل قومونه مېشت اوودان ول …داهغه پېردی،چې اريا يان افغانستان ته راننوتي ول.خوپه پارس کې نورقومونه،چې موږدساري په توګه،؛عيلاميان؛يادولی شواباد ول .

اميرحسين خنجي؛تاريخ معاصرايران؛کې دعيلاميانوپه اړه  داسې ليکلي دي :؛له عيلاميانووروسته يوشمېرنوروګړي ايران ته راکډه شول،چې دغه ډله داريايي وګړوله مخزېږدي نه (3000)کاله دمخه دايران په شمال ختيځ،بلخ،سغد،خوارزم،،ګورګان،مرواوهرات کې استوګن ول،خوپه ټوله کې وروسته پاتې ژوند درلود اوپه کرهڼه بوخت ول ؛

که څه هم خنجي په ټوله کې دافغانستان نوم نه اخلي خوله هرات اوبلخ نه معلومېږي چې ښايي اريايان لومړی هرات نه ايران ته تللي وي ځکه،چې هرات له بلې هرې سيمې ايران ته جوخت پروت دی .دخنجي له څرګندونوسربېره احسان طبري هم په دې ټينګارکړی،چې اريايان له بلخ نه ايران ته راغلي دي …

داچې په پارسي بي بي سي کې درې واړو ښاغلودافغانستان په لرغونتوب سترګې پټې کړې،دخواشيني وړاوله څېړنيزواوټولنيزواخلاقويولرې کار دی .

اميرحسين خنجي په دې ټينګارکوي،چې اريايان د2000مخزيږدي نه راواخله تر1000مخزيږدي پورې دبېلابېلولاملونوله مخې ايران ته راننوتي وي.!؟

بريتانوي تاريخپوويلسن پخپل کتاب کې کښلي دي،چې دپرژيا اوانډيا په مينځ کې داريايانو(199مخ)سيمه ده .

په ټوله کې دغه وګړي د3000 مخزيږدي او2500 م خ په مينځ کې په اريانا ويجه نومې هېواد دا موله غاړوراواخله دهندوکش ترشمال اوجنوب پورې دکوچيتوب ژوند تېراوو.

بلاڅېړونکوپه بلاڅېړنيزوتوکوکې ډاګيزه کړې،چې دويدي اووستايي مدنيت ټاتوبی دافغانستان باختر دی…ا-ف-پوټ، دا ريايانو وطن د هندوکش د غرونودرې په ګوته کړې دي…پکټټ؛ (1859_1863) کال په ډاګه کړېده،چې داريانوپلرنی هېواد با ختر(بلخ)دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *