له شک پرته چې ټکنالوژۍ انسان ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي دي، مګر د ټکنالوژۍ له منفې اغېزو هم باید سترګې پتې نه کړو او دا ومنو چې ټکنالوژي په ډېرو چارو کې منفي تاثیرات پرېږدي.
ټکنالوژي هره ورځ او ان هره دقیقه د ودې او پرمختګ په حال کې ده او زموږ ژوند ترې اغېزمن دی. موږ ټول له ټکنالوژۍ سره سر و کار لرو او ان کولای شو چې د یوې تڼۍ په کېکاږلو سره په څو ثانیو کې د کور دروازې ته تیاره مړۍ ترلاسه کړو. دا اسانتیاوې دي چې ژوند اغېزمنوي، همدغه اسانتیا او راحت طلبي ده چې د انسان په فزیکي وجود اغېز لري او د وزن په زیاتولو کې يې تاثیر څرګند دی او کرار کرار همدغه زیات وزن د انسان روغتیا دومره وځپي چې د اوږدې مودې لپاره يې د ناروغۍ د بستر مېلمه کړي.
په دغه مقاله کې د انسان پر ژوند د ټکنالوژۍ د منفي اغېزو ځینې برخو باندې تمرکز شوی دی.
ټولنیزې رسنۍ
ټکنالوژي او په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو کارونه زموږ پر ژوند لکه د غڼې جال داسې را خوره ده او دا وخت زموږ ګڼ ملګري د همدې ټولنیزو رسنیو له ادرسه له موږ سره ملګري شوي دي. ښايي د ګڼو په باور به دا غوره چاره وي، خو وروستي تحقیقات وايي چې د ګڼو ملګرو لرل، خپله یو سرخوږی جوړ شوی دی.
استدلال دا کېږي چې ګڼ ملګري هر یو يې ځانګړی ادرس (اکونټ) لري او دا د هر چا شخصي رسنۍ ده چې ښايي ځینې خپرېدونکي خبرونه او معلومات ستاسې په ذهن او روان منفي اغېز وکړي.
بل تاوان يې دا هم ممکن دی چې ښايي ستاسې شخصیت ځینې ښه درک نه کړي او یا له تاسې سره رخه ولري او د همدې رخې او عقدې پر اساس ستاسې د اکونټ د له منځه وړلو لپاره له هکرانو سره اړیکه ټینګه کړي.
ټکنالوژي او چاغوالی
په امریکا کې د وزن د زیاتوالي ارقام ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې دي او لاملونه يې هم ګرځنده موبایل، ټابلیت (ای پډ) ويډیو ګیم، ټلوېزیون… دي. د ( (Milken Institute د وروستیو څېړنو له مخې اوسمهال د نړۍ په لسو غوره هېوادونو کې د وزن د زیاتوالي اصلي لامل ټکنالوژي او ځای پر ځای ناسته ده.
دا چې ولې ټکنالوژي د وزن د زیاتوالي لامل شوې ده اصلي علت دا دی چې ټکنالوژي دومره جذابه او خوندوره ده چې په ډېرې اسانۍ کولای شي، موږ په ځانګړې توګه ځوانان او کوچنیان د ساعتونو ساعتونو لپاره پر توشک او څوکۍ کېنوي او د ناراحتۍ احساس ونه کړو.
ټکنالوژي تمرکز کموي
ښايي دا راسره څوک ونه مني، خو په کاناډا کې په دغه برخه کې شوې وروستۍ څېړنه وايي چې ۲۰۰۰ کسانو ته د ټکنالوژۍ سره په اړیکه کې دندې وسپارل شوې او ورته وویل شول چې دندې مو پر خپل وخت ترسره کړئ، خو دغو کسانو د کار پر وخت هرو مرو ټکنالوژيکي وسایل وکارول او د دوی تمرکز په ورسپارل شوې دنده نه وه.
ټکنالوژي د صبر او زغم کچه راټیټوي
فرضاً تاسې په انټرنیټ کې د یوې ویډیو د کتلو لپاره پلټنه کوئ، دا ویډیو مومئ او ارزو مو دا ده چې ژر يې وګورئ، خو د ویډیو کیفیت لوړ او د انټرنیټ سرعت کم دی، نو ستاسې هغه ارزو چې لرئ يې، هغه ستاسې د ارزو له مخې نه ترسره کېږي. څېړنې وايي چې دغه لږ وخت صبر او حوصله د ډېرو کسانو لپاره ځورونکې او نه تحمل کوونکې وي چې همدا موضوع د قهر او غوسې لامل ګرځي، نو څرګنده ده چې دغه حالت د انسان د صبر او زغم پر کچه او قوه منفي اغېز کوي.

ټکنالوژي د پنځونې ځواک کموي
پرته له شکه چې ټکنالوژۍ د هنر او طرحو په خلق کې مرسته کړې، خو دا هم باید ومنو چې موږ یې یوازې د ماشین او کمپنیو غلامۍ ته اړویستي یو او د خپل فکر او فکري ځواک له مخې مو څه نه دي خلق کړي او یوازې د ماشین پیروي کوو.
په (Illinois ) پوهنتون کې د (Johns Hopkins) د څېړنو له مخې ټکنالوژۍ سربېره پر دې چې له خلاقیت سره يې مرسته نه ده کړې، بلکې د خلاقیت او پنځونې ځواک يې هم ځپلی دی. څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي دي چې که انسان ته هر څومره کم امکانات ورکړئ، هماغومره به يې د خلاقیت او پنځونې ځواک ښه وغوړېږي.
دا یو منلی حقیقت هم دی چې انسان اسان چارې خوښی مخلوق دی، راحت طلبي خوښوي، نو بهتره ده چې امکانات پرې محدود شي، تر څو خپله متحرک پاتې شي.
سمارت فون د انسان پر خوب منفي اغېز لرلای شي
وروستۍ څېړنې وايي چې اوسني انسانان د شپې لخوا خپل ډېر وخت د ټولنیزو شبکو په کارونې ضایع کوي چې د خوب لپاره ټاکلی مهالوېش اغېزمنوي، خوب په غېر منظم شکل ترسره کېږي چې انسان ترې سکون نه شي اخېستلای. څېړونکي وايي د موبایل رڼا داسې زیګنالونه لري چې انسان د ډېر وخت لپاره خوب ته نه پرېږدي.
د ځیرک موبایل کارونه او د عمر کچه
په کم سن کې د ټکنالوژۍ کارونه د ځوانانو ترمنځ ځینې اخلاقي بریدونه نړوي او په جنسي لحاظ ځینې تر بلوغ مخکې له داسې صحنو سره اشنا کېږي چې باید تر بلوغ وروسته ور سره اشنا شوی وای، دا ډول له وخته مخکې صحنې لیدل خپل خاص روغتیايي منفي تاثیرات لري.
ګوګل مو د لټۍ پر احساس اخته کوي
‌ګوګل د پلټنې اسانه او نږدې لار ده، څېړنې وايي ګوګل د یادولو کچه راټیټوي. ټکنالوژي که د انسان د ژوند غوره برخه جوړ شوې، خو همدغه برخه د ژوند نورې برخې په شدت ګواښي.

نا موثق او دروغجن خبرونه انساني ذهن ګډوډوي
دروغجنې رسنۍ ورځ تر بلې د ودې په حال کې دي. جعلي رسنۍ په شدت د ټولنې پر افرادو اغېز ښندي او هڅه کوي چې عمومي ذهنیتونه بې لارې کړي.
په ۲۰۱۵ کال امریکا کې په ځینو زده کوونکو یو ازمايښت ترسره شو. په دغه ازمایښت کې زده کوونکو ته یوه مقاله او یو انټرنیټي خبر ورکړل شول. مقاله اصلي او انټرنیټي خبر جعلي و، پایلې وښوده چې زده کوونکو د مقالې پر نسبت انټرنیټي خبر موثق او کره ګڼلی و. دا په ډاګه کېږي چې خلک په ان لاین رسنیو یا د ټکنالوژۍ په وسایلو ډېر باورمند دي.
ښايي ټکنالوژي زموږ پر ژوند نورې منفي اغېزې هم ولري، خو دا چې موږ ډېر دقت نه دی کړی، تر دې وروسته يې باید په منفي اغېزو هم فکر وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *