راټولونه: خالد سمیر
د (په) او (پر) سربلونو تر منځ توپیر ته هم ډېری لیکوالان او ژورنالېستان پام نه کوي.
(په) هغه سربل دی چې ظرفي حالت(په یو شي کې د بل شي شتون)، فاعلي حالت او آلیت(وسیله) ښیي.
لکه:
(په لښته یې وواهه) آلیت او فاعلي حالت ښيي، یانې لښته د وهلو وسیله شوه.
(په ګیلاس کې اوبه نه شته) دلته بیا (په) ظرفي ویکی دی.
(په) سربل دوه ډوله ظرفي حالتونه ښیي، (۱) مکاني (۲) زماني
مکاني لکه: په دېګ کې، په کتاب کې، په کوټه کې
زماني لکه: د احمد په وینا، په کال کې، په اونۍ کې، د چاودنې په مهال ( یانې د احمد په ویناوو کې دا خبرې موجودې وې اود چاودنې په وخت کې داسې کیسه پېښه شوه.)
ناسمې بېلګې یې لکه:
د احمد پر وینا، د چاودنې پر مهال چې دا ناسم او نامعیاري لیکل دي.
نوټ:
د مشخصو نېټو کارولو لپاره د (پر) سربل کارولی شو.
لکه:
د چنګاښ میاشتې پر څوارلسمه کندهار ته ځم.
(پر) هغه سربل دی چې استعلا (پورته والی) او مفعولي حالت ښیي.
لکه:
(کتاب پر مېز ایښی دی)، (احمد د بام پر سر دی.) دغو بېلګو کې یو شی د بل تر پاسه ښودل شوی دی.
(پر مولوی مې غاښ دم کړ) مانا دا چې لاړم او د مولوی غاښ مې دم کړ. دلته تر مولوی وړاندې (پر) راغلي، نو مولوی مفعول واقع شوی دی.
که ولیکو چې (په مولوی مې غاښ دم کړ) مانا دا چې مولوی ته لاړم او هغه زما غاښ دم کړ. دلته (په) فاعلي حالت ښیي، یانې مولوی فاعل شو او زما غاښ یې دم کړ.
(پر) د نېټو څرګندولو لپاره کاروو.
لکه:
(د کب پر شلمه پېښور ته ځم.)
(پر) د لامل لپاره هم کاروو.
لکه:
(زمرک یې پر څه وواهه؟) یانې څه لامل و چې زمرک یې وواهه.
(پر) د اړوندتوب او تړاو لپاره هم کاروو.
لکه:
(پر پښتو لیکل کوم) مانا دا چې د پښتو په تړاو څه لیکم.