تاند- د افغانستان لوی ملي ايتلاف وايي، حکومت له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پاتې راغلی او دوی غواړي چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
د دې ايتلاف یوه مشر قوماندان حضرتعلي وویل، له طالبانو سره د خبرو لپاره به د لوی ملي ايتلاف د مرکچي پلاوي مشري پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یا هم پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل خان وکړي.
اسماعیل خان، چې د جمعیت ګوند له مشرانو څخه دی او یوه موده یې له طالبانو سره په بند کې تېره کړې، تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
حامد کرزی، که څه هم ظاهراً امریکا غندي خو طالبان یې په وړاندې ښه نظر نه لري.
تراوسه پورې د طالبانو او ټلوالې ترمنځ د خبرو ځای نه دی ټاکل شوی خو مخکې دې ټلوالې په مسکو کې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتووالی ښودلی و.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه چې ایا له ټلوالې سره خبرې کوي او که نه کوي، غبرګون نه دی ښودلی.